د اینځر خوړل کومې ګټې لری ؟
زمونږ خبریال وایی په وچو میوو کښې ګڼل کیدونکی د جنت میوه اینځر په هر موسم کښې ملاویږی .
هسې خو په ټولو وچو میوو کښې خدای پاک ج د روغتیا لپاره ډیر شیان کیښودلی دی خو اینځر میوه بیا ډیرې بې شمیره ګټې لری .
د خواړو د چارو کارپیژاند او دغه راز ډاکټران وایی په اینځر میوو کښې ډیر معدنیات یعنی مینرلز ، ویټامین ای ، ویټامین بی ، ویټامین سی ، ویټامین کی ، زینک ، کاپر ، مینګنیز او دغه راز ایرن شته.
اینځر د اینټی اکسیډانټ خاصیت هم لری .
د اینځر میوې خوړل د ډیرو طبی ګټو سبب کیږی چې پکښې د انسان د بدن د دفاع پیاوړتیا ، د زړه د ناروغیو مخه نیول کیدل ، د جوړو له درد څخه بچ کیدل ، په درد کښې د ارام راتلل او په وزن کښې کموالی شامل دی .
()
اینځر له پوټاشیم څخه ډکه میوه ده چې د انسان په بدن کښې وینه په ښه ډول رسوی او د هاضمې نظام پیاوړی کوی .
اینځر میوه د فائبر زیاته اندازه لری او د اینځر دخوړلو له کبله د انسان معده زر ډکه کیږی او تر ډیر وخت وخت انسان ته لوږه نه احساس کیږی .
()
اینځرمیوه د زړه د ناروغانو لپاره هم ډیره ګټه لری .
په اینځر میوې کښې فینول ، اومیګا درې(۳) او اومیګا شپږ(۶) فیټی ایسډ وی او د دغو شیانو له کبله د انسان د زړه رګونه پیاوړی کیږی .
په اینځر میوې کښې موجود فیټی ایسډ د انسان په بدن کښې په رګونو کښې د وینې د پنډیدا مخه نیسی چې پکښې د زړه د نورو ناروغیو په شمول د زړه د درد مخه نیول کیدلی شی .
()
اینځر میوه د انسان وزن کموی .
د اینځر خوړل د انسان د وزن د کمیدا سبب کیږی او که چیرې اینځر په شیدو کښې اچولو سره استعمال شی نو د انسان د بدن کمزورتیا هم ختمیږی خو ورسره وزن زیاتیږی .
اینځر د وینې د نویو حجرو په جوړولو کښې مرسته کوی .
هغه کسان چې د وینې کمی لری د اینځر میوې په خوړلو سره ددغه ناروغۍ مخه نیولی شی .
()
اینځر له درملنې ډک خواړه حسابیږی .
که چیرې تاسو د خواږو شیانو د خوړلو شوقین یاست نو مصنوعی خواږه د انسان د روغتیا په شمول غاښونه هم خرابولی شی .
په اینځر میوې کښې د طبیعی او د زیات خوږوالی د شتون په وجه هغه د خواږو شیانو په توګه هم استعمالیدلی شی .
()
اینځر میوه د کیلشیم ترټولو ښه سرچینه ده .
د انسان بدن ته هره ورځ زر(۱۰۰۰) ملی ګرامه کیلشیم ضرورت وی .
د انسان بدن په خپله کیلشیم نه تولیدوی بلکې د کیلشیم د ضرورت دپوره کولو لپاره مونږ د خواړو استعمال ته ضرروت لرو .
په مونږ کښې ډیر خلک د کیلشیم دضرورت دپوره کولو لپاره کوم ځانګړی خواړه یا هره ورځ شیدې نه څښی نو ځکه خو دکیلشیم ضرورت د پوره کولو لپاره مونږ ته اینځر میوه ترټولو ښه خواړه دی .