نړیوال استکبار د ایران بلواوې پلان کړی وې
زمونږ خبریال وایی د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد حاج علی اکبری په دې خبرې سره چې د ایران د وروستیو بلواو شاته یو(۱) خطرناک پلان وو وویل دغه بلواوې د نړیوال استکبار لخوا د دوو(۲) کلونو تشکیلاتی کارونو ، روزنې او په وسلو د ځینو کسانو دسمبولو نتیجه وه .
هغه د تهران جمعې د لمانځه په خطبو کښې په دې خبرې سره چې په ایران کښې د پیټرولو د بیې اصلاح کول د دښمن لخوا د پلان شوی بلوې د رامینځته کولو لپاره یوه (۱) پلمه وه وویل نړیوال استکبار د ایران په چورلیزتوب سره د مقاومت له جبهې څخه له ډیرو ماتی خوړلو وروسته هڅه وکړه د خلکو له اعتراضونو په ناوړه استفادې سره ایران د ګډوډۍ په لور بوځی .
حجت الاسلام حاج علی اکبری په ایران کښې له بلواګرو د امریکا او د منافقینو د ترهګرۍ ډلګۍ سیاسی او ډیپلوماټیک ملاتړ ته په اشارې سره وویل په وروستیو بلواو کښې بلواګرو په ایران کښې په عادی خلکو او امنیتی ځواکونو بریدونه وکړل خو د هیواد خلکو په تیرو څو ورځو کښې په لاریونونو سره له بلواګرو څخه خپل صف جلا کړ او د دښمانانو دسیسه یې شنډه کړه .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام محمد جواد علی اکبری په دې خبرې سره چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال امپریالیزم ځوړتیا هره ورځ لیدل کیږی وویل د اسلامی انقلاب د مشر حکمت ، پوهې ، راتلونکی ته کتنې ، پریکندوالی ، سرشیندنې او ځوانمردۍ د سپیرې دسیسې په اجرا کولو کښې دښمانان ناکامه کړل .