جامعه نړیواله ایټمی موافقه د بریالیتوب نړیواله موافقه ده
د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب د چین له لوړوپوړو چارواکو سره د مشورو او خبرواترو له دوه ورځنی سفره وروسته نن سهار وختی د ایران او جاپان د خارجه وزیرانو دمرستیالانو د سیاسی مشورتی کمیشن په اته ویشتمې ناستې او همداراز د نړیوالو خبرواترو په لومړنی سیمنار کې د ګډون لپاره ټوکیو ته تللی دی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړی، د اسلام ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی چې له چین وروسته د جاپان په سفر ټوکیو ته تللی،وئیلی دی ،جامعه نړیواله ایټمی موافقه د سیاسی بریالیتوب یوه نړیواله موافقه دهچې د نړیوالو قدرتونو په لاس دنړیوالو رغنده چارو په باب یوه سټراټژیکه او بریالۍ موافقه شمیرل کیږی .
د جاپان د نړیوالو چارو د موسسې د شپیتمې کلیزې په مناسبت د ټوکیو نړیوالوخبرواترو لومړنی سیمنار همدااوس په ټوکیو کې د بیلابیلو هیوادونو د سیاسی اوعلمی شخصیتونو او د مطالعاتی مرکزونو دمشرانو په شتون سره د ترسره کیدا په حال کې ده .
د ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب د چین له لوړوپوړو چارواکو سره د مشورو او خبرواتروله دوه ورځنی سفره وروسته نن سهار وختی د ایران او جاپاند خارجه وزیرانو دمرستیالانو د سیاسی مشورتی کمیشن په اته ویشتمې ناستې او همداراز د نړیوالو خبرواترو په لومړنی سیمنار کې د ګډون لپاره ټوکیو ته تللی دی .