ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مهم شریک دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86290-ایران_د_ایټمي_انرجۍ_د_نړیوال_آژانس_مهم_شریک_دی
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مهم شریک او انډیوال وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2019 04:02 Asia/Kabul
  • ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مهم شریک دی

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مهم شریک او انډیوال وباله.

کاظم غریب آبادي پرون د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د نوي سکتر د ګمارنې د فاینل تایید په ځانګړې غونډه کښې وویل: ایران د پراختیا په حال کښې یو هیواد او د پام وړ فعالیتونو او ایټمي پروګرامونو په وجه تل د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس او د هغه ځانګړي رول ته پام لرلی دی.

هغه زیاته کړه: ایران باوري دی چې د ایټمي انرجۍ صلحه ایز استعمال، د یو اړخیزو او غیرقانوني قهري اقداماتو له لارې له خنډ سره مخامخیدل نه دي پکار.

غریب آبادي ټینګار وکړ چې د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ترمینځ د رغنده کاري اړیکو ساتل ډیر مهم دي نو ځکه باید دا بهیر په یوه خپلواکه، مسلکي او بې پلوه طریقه ترسره شي.