د برجام ټول غړي امریکا د شخړو جرړه ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86373-د_برجام_ټول_غړي_امریکا_د_شخړو_جرړه_ګڼي
د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په ویانا کښې برجام د ګډ کمیشن د څوارلسمې غونډې له ختمیدو وروسته وویل: په دې غونډې کښې ټولو غړو تاییده کړه چې امریکا په ایټمي موافقه کښې د لانجو جرړه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2019 04:13 Asia/Kabul
  • د برجام ټول غړي امریکا د شخړو جرړه ګڼي

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال په ویانا کښې برجام د ګډ کمیشن د څوارلسمې غونډې له ختمیدو وروسته وویل: په دې غونډې کښې ټولو غړو تاییده کړه چې امریکا په ایټمي موافقه کښې د لانجو جرړه ده.

ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې سید عباس عراقچي خبریالانو ته وویل: د ایټمي موافقې ټولو غړو هیوادونو ټینګار وکړ چې له دغې موافقې د ایران له ګټه پورته کونې پرته برجام نړیواله موافقه دوام نه شي موندلی.

عراقچي هم داشان د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له نوي عمومي منشي رافائل ګروسي سره د خپل وړومبي ملاقات په هکله چې د برجام د ګډ کمیشن له غونډې سمدستي وروسته وشه، وویل: دغه ملاقات ډیر ګټه ور و.

هغه وویل چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس نوي مشر په دغه کتنه کښې ټینګار وکړ چې له ایران سره د دغه آژانس تیرې ملګرتیاوې باید وساتل شي.

عراقچي وايي په یاده کتنه کښې د ځینو مسائلو او حل لارو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.