لویدیځ د اسرائیلو د ایټمي وسلو په هکله هیڅ شکایت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86374-لویدیځ_د_اسرائیلو_د_ایټمي_وسلو_په_هکله_هیڅ_شکایت_نه_لري
د ایران خارجه وزیر د صهیونیسټي رژیم د ایټمي ګودامونو په هکله د لویدیځ په چپتیا نیوکه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2019 04:15 Asia/Kabul
  • لویدیځ د اسرائیلو د ایټمي وسلو په هکله هیڅ شکایت نه لري

د ایران خارجه وزیر د صهیونیسټي رژیم د ایټمي ګودامونو په هکله د لویدیځ په چپتیا نیوکه وکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټي رژيم له خوا د ایټمي خولۍ د وړلو د وړتیا لرونکي توغندي ازموینې ته په اشارې سره، په لویدیځې آسیا کښې د دغه رژيم د یوازني ایټمي ډیپو په وړاندې د چپتیا په وجه په امریکې او اروپایانو نیوکه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف بیګا په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې په دې خبرې سره چې صهیونیسټي رژيم د یو ایټمي توغندي ازموینه وکړه چې هدف یې ایران ایران و، ولیکل: د جرمني، انګلستان او فرانسې په شمول درې اروپايي هیوادونه او امریکا هیڅکله په لویدیځې آسیا کښې د یوازني ایټمي ډیپو په هکله شکایت نه کوي کوم چې په داسې توغندیو سنبال دی چې په رښتیا د ایټمي خولیو د وړلو لپاره ډیزاین شوې دي، خو د ایران د د متعارفو او دفاعي وسلو په وجه په قهر کیږي.

د صهیونیسټي رژيم رسنیو پرون خبر ورکړی و چې د دغه رژيم امنیتي ادارې تیره شپه د (یریحو-۴) په نوم یو لرواټنه توغندی وازمایه کوم چې د ایټمي خولۍ د وړلو قابلیت لري.