امریکا د ایران په ضد په بندیزسره د۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزی کړې
د ملګرو ملتو سرمنشی وئیلی دی ، ایران تر دې دمه د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د ډیرو راپورونو په اساس د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دمادو په اساس خپلو ژمنو ته په بشړتوګه پابند دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د ملګروملتوسرمنشی آنتونیوګوتریش د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا په باب امنیت شورا ته پخپل پړاویز راپور کې وئیلی دی ، امریکا د ایران په ضد په بندیز سره د ملګروملتو ددغه پریکړه لیک خلاف ورزی کړې ده .
آنتونیو ګوتریش په دغه راپور کې له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې د امریکا په وتلو افسوس کړی او وئیلی ئې دی ،د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس درست هیوادونه باید له ایران سره آزاد تجارت وکړل شی .
ګوتریش په دغه راپو رکې همدرااز د امریکا په وسیله له رامینځةکړائ شوو زیاتو چیلنجونو سره سره جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته د ایران د پابندۍ هم هرکلی کړی دی .
د ملګرو ملتو سرمنشی وئیلی دی،ایران تر دې دمه د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د ډیرو راپورونو په اساس دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو ته په بشړتوګه پابند دی .