د شطرنج ايراني اتلې جينۍ يو ځل بيا صهيونېسټ رژيم سپک کړ
د شطرنج ايراني اتلې جينۍ يو ځل بيا صهيونېسټ رژيم سپک کړ
Dec 13, 2019 02:07 Asia/Kabul
د شطرنج ايراني لوبغاړې د فلسطين له مظلومو خلقو څخه په ملاتړ کښې د صهيونېسټ رژيم له استازي سره له سيالۍ ډډه وکړه.
د العالم د رپوټ له مخې د اسپانيا د شطرنج د نړيوالو سياليو په دوام کښې د سياليو په نهم پړاو کښې د ښځو د شطرنج نړيوالې استادې مېرمن مبينا علي نسب د صهيونېسټ رژيم حريف ته مخامخه شوه او د د فلسطين له مظلومو خلقو څخه په ملاتړ کښې يې د صهيونېسټ رژيم له نمائنده سره له سيالۍ ډډه وکړه.
مېرمن علي نسب د اسپانيا د نړيوالو سياليو په اتم پړاو کښې د هندي نمائنده د 2234 رېټنګ په مقابل کښې په 2324 رېټنګ سره کاميابه شوه.
مېرمن علي نسب د اتم پړاو تر آخره پورې پينځه مساوي، يو بېلات او يوه کاميابي ترلاسه کړې ده.
ټیګونه