د امریکا له بندیزونو سره ډله ایزه مقابله ضروری ده
د امریکا له بندیزونو سره ډله ایزه مقابله ضروری ده
د امریکاحکومت د ۲۰۲۰کال په دفاعی بودجې یا بجټ کې،پر ایران ،روسیې، شمالی کوریا اوچین سربیره،د ترکیې او اروپائی هیوادونو په څیر هیوادونه هم په بندیز ګواښلی دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا پخپل ټولنیز پیغام کې د هیوادونو په بایکاټولو کې د امریکا له ناروغ کړچار سره د مقابلط لپاره د نړیوالې ټولنې د یوموټی کیدا غوښتنه کړې ده .
جواد ظریف په دغه پیغام کې په بندیز د امریکا روږدیدا ته په اشارې سره د امریکا له بندیزونو سره مقابله کلک هوډ او ډله ایز اقدام ته اړینه وبلله .
د اسلامی ایران خارجه وزیر وئیلی دی ، هم د دوستانو او هم د دښمنانو په بایکاټولو د امریکا روږدیدا واشنګټن تر اغیزلاندې ورولی ،مګر دا چې له ډله ایز ډول او هراړخیزه مقابله ورسره وشی .
امریکا په تیرو میاشتو کې د هغو هیوادونو پر بندیز سربیره چې ورسره دښمنی لری ، د خپلو متحدو هیوادونو دبایکاټولو په لور ئې هم حرکت کړی دی .
د امریکاحکومت د ۲۰۲۰کال په دفاعی بودجې یا بجټ کې،پر ایران ،روسیې، شمالی کوریا اوچین سربیره،د ترکیې او اروپائی هیوادونو په څیر هیوادونه هم په بندیز ګواښلی دی .
امریکا همداراز دمصر او هندوستان پشمول خپل نور دوه متحدان هم له ورسیې د وسلو داخستو په دلیل په بندیز ګواښلی دی .