د امریکا له بندیزونو سره ډله ایزه مقابله ضروری ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86745-د_امریکا_له_بندیزونو_سره_ډله_ایزه_مقابله_ضروری_ده
د امریکاحکومت د ۲۰۲۰کال په دفاعی بودجې یا بجټ کې،پر ایران ،روسیې، شمالی کوریا اوچین سربیره،د ترکیې او اروپائی هیوادونو په څیر هیوادونه هم په بندیز ګواښلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 23, 2019 01:37 Asia/Kabul
  • د امریکا له بندیزونو سره ډله ایزه مقابله ضروری ده

د امریکاحکومت د ۲۰۲۰کال په دفاعی بودجې یا بجټ کې،پر ایران ،روسیې، شمالی کوریا اوچین سربیره،د ترکیې او اروپائی هیوادونو په څیر هیوادونه هم په بندیز ګواښلی دی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا پخپل ټولنیز پیغام کې د هیوادونو په بایکاټولو کې د امریکا له ناروغ کړچار سره د  مقابلط لپاره د نړیوالې ټولنې  د یوموټی کیدا غوښتنه کړې ده .

 جواد ظریف  په دغه پیغام کې  په بندیز د امریکا روږدیدا ته په اشارې سره  د امریکا له بندیزونو سره مقابله کلک هوډ او ډله ایز اقدام ته اړینه  وبلله .

 د اسلامی ایران خارجه وزیر  وئیلی دی ، هم د دوستانو او هم د دښمنانو په بایکاټولو  د امریکا  روږدیدا  واشنګټن تر اغیزلاندې ورولی ،مګر دا چې  له ډله ایز ډول  او هراړخیزه  مقابله ورسره وشی .

امریکا په تیرو میاشتو کې  د هغو هیوادونو پر بندیز سربیره چې   ورسره دښمنی لری ، د خپلو متحدو هیوادونو  دبایکاټولو په لور  ئې هم حرکت کړی دی . 

 د امریکاحکومت د ۲۰۲۰کال په دفاعی بودجې یا بجټ کې،پر ایران ،روسیې، شمالی کوریا اوچین سربیره،د ترکیې او اروپائی هیوادونو په څیر هیوادونه هم په بندیز  ګواښلی دی .

امریکا همداراز  دمصر او هندوستان  پشمول خپل نور  دوه متحدان هم  له ورسیې د وسلو داخستو په  دلیل  په بندیز ګواښلی دی .