چابهار بندر په بهرنۍ پانګونې سره پراختیا مومي
د ایران د لارې او ښارجوړونې وزیر د بهرنۍ پانګونې له لارې د ایران د چابهار بندر د بیخ بیناؤ د پراختیا او د ظرفیت د زیاتیدا خبر ورکړ.
محمد اسلامي پرون په تهران کښې د هندوستان د خارجه وزیر او د دواړو هیوادونو د ګډ اقتصادي کمیشن د مشر له کتنې وروسته په یوه مرکه کښې وویل: د ایران او هندوستان د اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا مهمه برخه چې په ګډ کمیشن کښې یې په اړه موافقه وشوه، له چابهار بندره په ټرانسپورټ پورې اړونده ده.
د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیر هیله وښودله چې په چابهار بندر کښې د پانګونې په پراختیا سره د شمال جنوب کوریډور د پراختیا لپاره پلان شوي هدف ته رسیدل ګړندي شي.
د ویلو ده چې د ایران او هندوستان د ګډ اقتصادي کمیشن غونډه تیره یکشنبه د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ګډون په تهران کښې ترسره شوه.