ظريف د حضرت عيسی مسيح (ع) د ميلاد په مناسبت مبارکۍ وويله
ظريف د حضرت عيسی مسيح (ع) د ميلاد په مناسبت مبارکۍ وويله
Dec 25, 2019 04:46 Asia/Kabul
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې د صلحې د پېغام راوړونکي حضرت عيسی مسيح (ع) د ميلاد په رارسېدو مبارکي وويله.
د پارس ټوډے د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې ټولو مسيحيانو او هغو کسانو ته چې په ټوله نړۍ کښې په انتظار کښې دي د کرېسمس او د هغه الهي پېغمبر (ع) د مبارکي وويله چې په اسلامي تعليماتو کښې ورته اشاره شوې ده او د ټولو د نېکمرغۍ هيله يې څرګنده کړه.
نن د ۲۰۱۹ روان ميلادي کال دسمبر پينځويشتمه نېټه د حضرت عيسي مسيح (ع) د نېکمرغه ميلاد کليزه ده.
ټیګونه