لویدیځوال د بشري حقوقو په هکله دوه مخې عمل کوي
Dec 25, 2019 13:06 Asia/Kabul
د ایران د ولسمشر د دفتر مشر وویل: بشري حقوقو د لویدیځو هیوادونو لپاره په خپلواکو هیوادونو باندې د دباؤ په موخه په یو سیاسي اوزار بدل شوې دي.
د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني د دفتر مشر محمود واعظي نن د کابینې د غونډې ترڅنګ د خبریالانو په ټول کښې د ایران خلاف د لویدیځ د بشري حقوقو د ادعا په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې زیاته کړه: غربیان د انساني حقوقو په هکله دوه مخې عمل کوي.
هغه وویل: د ایران له خوا د ایټمي موافقې په لړ کښې د ژمنو د کمولو په هکله د اروپایانو ادعا هیڅ حقوقي بنیاد نه لري او هغوي غواړي چې د خپلو عامه افکارو د قانع کولو لپاره یو ځواب ولري.
واعظي څرګنده کړه: اروپایان په روانو حالاتو کښې له مختلفو لارو له ایران سره د مذاکرې او خبرواترو په لټه کښې دي.
ټیګونه