ګډه مانوره د ایران تر قومندانۍ لاندې اجرا کیږي
Dec 29, 2019 04:10 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت غږملونکي مرستیال وویل: د ایران، روسیې او چین ګډ سمندري پوځي مشقونه د ایران د اسلامي جمهوریت تر قومندانۍ لاندې ترسره کیږي.
ایډمرل حبیب الله سیاري پرون په یوه خبري غونډه کښې وویل: د ایران، روسیې او چین ګډه سمندري مانوره له دې نظره ډیره مهمه ده چې هند بحیره د نړۍ یوه سټراټیجکه سیمه ده ځکه چې د نړۍ د دریو مهمو او سټراټیجکو اوبلارو یعنې هرمز، مالاکا او باب المندب په مینځ کښې پرته ده.
هغه حرګنده کړه: ایران په هند بحیرې پوره څارنه لري او تیل وړونکې کشتۍ هم له دې لارې تیریږي په هم دې وجه د ګډو پوځي مشقونو د ترسره کیدو سیمه د زرین مثلث په توګه یادیږي او د ایران لپاره ډیر اهمیت لري.
ټیګونه