په کاظمین کښې د قاسم سلیمانی د جنازې مراسم ترسره شول
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان شهید قاسم سلیمانی او د هغه د نورو ملګرو د جنازې مراسم د عراق د خلکو په پراخ ګډون سره له کاظمین ښار څخه پیل شول .
د عراق د خلکو په غوښتنه ټاکل شوی ده چې د جمعې د ترهګرې پیښې د شهیدانو د مړیو د جنازې مراسم د عراق په کربلا او نجف ښارونو کښې وشی .
د ایران د شهیدانو مړی به نن مازیګر تهران ته راوړل شی .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک عمومی اړیکو وویل د جنرال قاسم سلیمانی او د هغه دنورو ملګرو د پاکو مړیو د جنازې مراسم به د ایران اسلامی جمهوریت ته له رسیدا وروسته سبا په مشهد کښې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم (۸) امام حضرت علی بن موسی الرضا ع په ملکوتی او سپیڅلی حرم کښې وشی .
دغه راز د شهید قاسم سلیمانی او د هغه د نورو ملګرو د جنازې مراسم د دوشنبې په سهار په تهران کښې کیږی .
د امت او د ولایت د سرباز جنرال قاسم سلیمانی سپیڅلی مړی په سه شنبې ورځې سهار کرمان ته وړل کیږی او هلته خاورو ته سپارل کیږی .