د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران ګڼ چاپه ورځپاڼه کیهان ولولو .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ترهګرې امریکا لخوا د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان جنرال قاسم سلیمانی او د عراق د الحشد الشعبی ځواک د ځاې ناستی ابو مهدی مهندس او د ایران د یوشمیر نورو پوځی چارواکو له شهادت وروسته په یوه(۱) پیغام کښې وویل له امریکا څخه به سخت انتقام واخیستل شی .
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دغه پیغام کښې وویل بسم الله الرحمن الرحیم
د ایران ګرانه ملته د اسلام ستر او ویاړمن سردار اسمانی شو .
بیګا د شهیدانو پاکو ارواحو د قاسم سلیمانی سپیڅلی روح په غیږې کښې ونیوه .
د نړۍ له شیطانانو او ورانکارو سره د مبارزو په میدانونو کښې کلونو کلونو مخلصانه او شجاعانه هڅو او د خدای په لاره کښې دشهادت کلونو کلونو ارزو بالاخره ګران سلیمانی دغه لوړ مقام ته ورسوه او د هغه پاکه وینه د بشریت د ترټولو ظالم رژیم په لاس په ځمکه توې شوه .
د ټولې دنیا خلکو ، سیاسی ډلو ، حکومتی او غیر حکومتی ارګانونو په عراق کښې د امریکا د عسکرو لخوا د جنرال قاسم سلیمانی ټرور ته په غبرګون کښې دغه غیر انسانی اقدام د ولسمشر ټرمپ ستره جواری(قمار) وبلله او ویې ویل امریکا باید د ایران له اسلامی جمهوریت څخه د دردونکو ګوزارونو په تمه ووسی .
د جرمنی یوې (۱) ورځپاڼې ولیکل د اروپا د امنیت او د ملګرتیا د موسسې مشرۍ چې ځانګړی کار یې په اروپا کښې د امنیت او د ثبات رامینځته کول دی په راتلونکی میلادی کال کښې البانیا ته ورسیده داسې هیواد چې په خپله له بې ثباتۍ سره مخ ده .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې په شمول په اروپایی هیوادونو کښې د حکومت ضد مظاهرو په ځپلو نیوکې سره دغه هیواد خلاصو زندانونو ته ورته وباله .
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله د ایران د قدس ځواک د قومندان سردار سلیمانی او د الحشد الشعبی ځواک د مشر ابو مهدی المهندس او د څو نورو لوړرتبه پوځی چارواکو د شهادت په مناسبت تسلیت ووایه او ټینګار یې وکړ زه د دغه ستر شهادت په هکله رشک (غبطه)کوم .
د خپرو شویو شمیرنو پراساس په تیر میلادی کال کښې د یمن پوځ او انقلابیانو د سعودی عربستان د ګوډاګیانو نهه اویا (۶۹) بې پایلوټه جاسوسۍ الوتکې نسکورې کړی دی .
د ترکیې د پارلمان په تصویب او موافقت سره دغه هیواد زر د لیبیا د پلازمینې طرابلس د دفاع لپاره دغه هیواد ته عسکر استوی .
یوې مرستندویه موسسې وویل د داعش ترهګرې ډلې کابو لس زره (۱۰۰۰۰) ماشومان چې د نړۍ د څلویښتو(۴۰) هیوادونو له میندو او پلارانو څخه زیږول شوی دی هماغه راز دسوریې د شمال ختیځ په کیمپ کښې سرګردانه دی .
د فرانسې پولیسو د نوی میلادی کال په لومړۍ ورځ په پاریس کښې د متقاعد کیدا د قوانینو د بدلیدا په پلان باندې د اعتراض کونکو کارګرانو مظاهرې وځپلې .
د امریکا دفاع وزارت پینټاګان اعتراف وکړ تیر میلادی کال په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو لپاره ترټولو مرګونی کال وو .
اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .
د پاکستان او د هندوستان خلکو د جنرال قاسم سلیمانی ، ابو مهدی مهندس او د هغه د ملګرو دشهادت په مناسبت په بیلابیلو ښارونو کښې د امریکا ضد مظاهرې وکړې .
د ترکیې پارلمان داسې لایحه تصویب کړه چې لیبیا ته د انقرې د عسکرو د استولو اجازه ورکوی .
د قاسم سلیمانی د وینې د بدل د اخیستلو لپاره د مقاومت د چورلیزې ژمنې امریکا او متحدان په ویره کښې اچولی دی .
د سوریې د حکومت مخالفانو د خبرو میز ته د دمشق د ستنیدا لپاره د روسیې لمن ونیوله .
د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون وویل نړۍ به زر د امریکا په مقابل کښې زمونږ نوی ستراتیژیکې وسلې ووینی .
د عراق پارلمان له هیواد څخه د امریکا د عسکرو د وتلو لپاره لاس په کار شو .
د امریکا د روان میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدې ټولسی ګابارډ وویل ولسمشر ټرمپ مونږ د سعودی عربستان او د تفکیری ډلو مریونه جوړ کړی یوو .
د یمن د الحدیده په سواحلو کښې د سعودی عربستان د جاسوسۍ یوه (۱) بې پایلوټه الوتکه نسکوره شوی ده .
د افغانستان په قندوز ، تخار او بلخ ولایتونو د طالبانو په جلا جلا بریدونو کښې اوویشت (۲۷) امنیتی ځواکونه وژل شوی دی .
ایران په تهران کښې د امریکا د ګټو د ساتونکی دفتر مسول خارجه وزارت ته دوه (۲) ځله احضار کړ او د واشنګټن د مللګروملتونو د منشور د خلاف ورزۍ او د جنګ غواړو څرګندونو په هکله یې د ایران سخت اعتراض هغه ته ورسوه .
رایې الیوم عربۍ ورځپاڼې ولیکل د سعودی عربستان د تیلو تاسیسات او د متحده عربی امارات هوایی ډګرونه د یمن د انصار الله غورځنګ نوی هدفونه دی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ولیکل ولسمشر ټرمپ په امریکا کښې د ډیموکراسۍ پرضد ترټولو ستر ګواښ دی .
د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وویل زر به د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره د سولې او د دوستۍ تړون لاسلیک کوو .
اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکی درته وړاندې کړو .
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډیره د ایران د قدس ځواکونو د مشر وژل کېدو او پر افغانستان یې د اغیزو او د سولې پروسې په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دی.
ویسا ورځپاڼې لیکلی، د ایران د سپاه پاسداران ډېر مهم قومندان قاسم سلیمانی د وژل کېدو قومنده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکړې وه چې په نړۍ کې له لویو غبرګونونو سره مخ شو.
وړاندې راغلی، دلته دوه(2) مسئلې د پام وړ دی، تر ټولو مهمه مسئله چې په سېمه او افغانستان کې پرې اندېښنې ښودل کېږی د امریکا جنګی تګلارې دی، ظاهراً امریکا په عراق کې پوځی حضور نه لری خو دا دی عملاً وینو چې امریکا هم په عراق او هم سوریه کې پوځی عملیات ترسره کوی..
هشت صبح ورځپاڼه هم د قاسم سلیمانی په وژل کېدو مقاله خپره کړې او له افغان حکومت څخه یې غوښته کړې چې په خپل غبرګون کې بې پری(بی طرفه ) پاتی شی.
وړاندې راغلی ،په داسې حال کې چې د سیمې او نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ کړکېچونه زیاتېږی کابل له بېلابېلو لورو تر فشار لاندې راځی ترڅو د یو لوری په طرف ودرېږی خو افغانستان باید داسې سیاست غوره کړی چې بې طرفه وی او هېڅ لوری سره تړاو ونه لری..
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د نورو مسایلو ترڅنګ په سرمقاله کې د قطر خبرو اترو د درېدو غوښتنه کړې ده.
وړاندې راغلی، د زلمی خلیل زاد په مشرۍ په قطر کې امریکایی پلاوی له طالب استازو سره و نه شوای کړای چې په مذاکراتو کې افغانستان ته سوله راولی، بلکې د قطر خبرې له ټولو رسنیو، بشری حقونو له ارګانونو، ملګرو ملتونو او ان د افغانستان او امریکا له ملتونو هم پټې دی.
په سرمقاله کې همدارنګه راغلی، اوس طالبان وایی، چې د بهرنیو ځواکونو په حضور کې هېڅ اوربند نه کوی خو له دې وړاندې پر امریکا فشار راوړی و چې د هغوی ۵ زره بندی جنګیالی د افغان حکومت له زندانونو ور خوشې کړی.
د سرمقاله لیکونکی په باور، په اصل کې په قطر کې ناست طالب استازی د سولې لپاره نه بلکې د هغوی د ملاتړو د ګټو لپاره له امریکایی پلاوی سره چنې وهی او د هغو طالبانو استازولی نه شی کولای چې اوربند او سولې لپاره شیبې شماری.