هنيه: د فلسطين تر آزادۍ د مقاومت لار دوام لري
هنيه: د فلسطين تر آزادۍ د مقاومت لار دوام لري
د فلسطين د اسلامي مقاومت د غورځنګ حماس د سياسي دفتر مشر د فلسطين ټاټوبي تر آزادۍ پورې د مقاومت د لارې په دوام تاکيد وکړ.
اسماعيل هنيه نن په تهران پوهنتون کښې د جنرل شهيد قاسم سليماني او جنرل شهيد ابومهدي المهندس د جنازې په مراسمو کښې وويل،په فلسطين ټاټوبي کښې د مقاومت غورځنګ د صهيونېسټ رژيم له دسيسو او د امريکې د ولسمشر له پروژې سره مقابلې ته دوام ورکوي چې نيواکګران له فلسطين څخه بهر اوشړي.
هنيه د دې په بيانولو سره چې جنرل سليماني خپل ټول ژوند له فلسطين څخه په ملاتړ او ملګرتيا کښې تېر کړ زياته کړه، هغه د قدس شريف شهيد دے.
د حماس د سياسي دفتر مشر همدارنګ د جنرل سليماني په شهيدولو کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په غندلو سره وويل، هغه مقاومت چې په لبنان او غزې کښې يې کاميابۍ ترلاسه کړې په قطعي توګه به د صهيونېسټانو په خلاف په راتلونکي برخليک ټاکونکي جنګ کښې هم کاميابۍ ترلاسه کړي.