ایران د ملګرو ملتو د منشور له مخې د ځان دفاع وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87114-ایران_د_ملګرو_ملتو_د_منشور_له_مخې_د_ځان_دفاع_وکړه
ظریف: د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ بند مطابق له ځانه دفاع وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2020 06:12 Asia/Kabul
  • ایران د ملګرو ملتو د منشور له مخې د ځان دفاع وکړه

ظریف: د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ بند مطابق له ځانه دفاع وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عراق کښې په عین الاسد اډه کښې له امریکايي ترهګرو څخه د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران سخت ا نتقام ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ بند مطابق له ځانه دفاع وکړه.

محمد جواد ظریف نن په یو ټویټ کښې ولیکل: د ایران اسلامي جمهوریت په خپله دفاع کښې متناسب اقدامات وکړل او هغه پوځي مرکز یې وویشته چې د ایران د خلکو او جګ پوړو چارواکو خلاف به ترې بُزدلانه حملې کیدلې.

هغه څرګنده کړه: ایران د شخړې د زیاتولو یا جنګ په تکل کښې نه دی خو د هر تیري په وړاندې د ځان دفاع کوي.

یاده دې وي چې د اسلامي انقلاب پاسدارانو لښکر بیګا د عراق په الانبار ولایت کښې د امریکې په عین الاسد نومې پوځي اډې باندې د لسګونو توغندیو په حملې سره د ډګر جنرال سردار شهید قاسم سلیماني د وژلې په لړ کښې د تیري ګرو امریکايي ځواکونو ترهګر او جنایتکار اقدام ته پریکنده ځواب ورکړ.