د یوکراین یوه مسافري الوتکه په تهران کې پرېوته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87115-د_یوکراین_یوه_مسافري_الوتکه_په_تهران_کې_پرېوته
د یوکراین د هوايي چلند یوه مسافر وړونکې الوتکه د تهران (امام خمیني رح) هوايي ډګر ته نزدې نسکوره شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2020 06:35 Asia/Kabul
  •  د یوکراین یوه مسافري الوتکه په تهران کې پرېوته

د یوکراین د هوايي چلند یوه مسافر وړونکې الوتکه د تهران (امام خمیني رح) هوايي ډګر ته نزدې نسکوره شوې ده.

د  یو آی ای" UIA په نامه د یوکراین د هوايي چلند 752-PS نمبر پرواز چې په یو ساعت ځنډ سره له تهرانه د کي یف په لور روان و، نن سهار له امام خمیني(رح) هوايي ډګره له الوت کولو وروسته د پرند ښار په خوا کښې ولویده.

د ایران د ایمرجنسي ادارې ویاند مجتبی خالدي ایرنا خبري آژانس ته وویل: د یوکراین په هوايي کرښو پورې اړونده بویینګ ۷۳۷ ډوله مسافري الوتکه له امام خمیني هوايي ډګره له پورته کیدو وروسته د فني او تخنیکي خرابۍ په وجه رانسکوره شوه.

خالدي زیاته کړه: ابتدايي خبرونه وايي، دغه الوتکه چې د یوکراین پلازمینې کي یف ښار ته روانه وه، ۱۸۰ مسافر او خدمه یا فلایټ کرو یې درلود او په مسافرینو کښې ۱۴۷ تنه یې ایرانیان وو چې زیاتره محصلین وو.

هغه زیاته کړه چې د دې هوايي پیښې له امله د الوتکې ټول سپرلي وژل شوې دي.