هیوادونه دې د امریکې د یواړخیز پالنې په وړاندې ودریږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87174-هیوادونه_دې_د_امریکې_د_یواړخیز_پالنې_په_وړاندې_ودریږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: که هیوادونه د امریکې د یواړخیز پالنې په وړاندې ونه دریږي نو لازیات لګښت به ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2020 04:24 Asia/Kabul
  • هیوادونه دې د امریکې د یواړخیز پالنې په وړاندې ودریږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: که هیوادونه د امریکې د یواړخیز پالنې په وړاندې ونه دریږي نو لازیات لګښت به ورکړي.

نیویارک ته د تګ لپاره د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف ته د امریکې له خوا د ویزې له نه ورکولو وروسته د امنیت شورا په غونډه کښې د هغه د وینا متن په ملګرو ملتو کښې د ایران د استازي له خوا ولوستل شو.

ظریف په دغه لیکنه کښې، د امریکې خرابونکې یواړخیزپالنې او په نړیوالو اصولو او قواعدو یې خرابونکو آثارو ته په اشارې سره، د هغو اتلانو بزدلانه وژله چې د داعش په شان ترهګرو ډلو خوبونه یې حرام کړې وو، د امریکې د دا ډول اقداماتو د یوې نمونې په توګه یاده کړه.

هغه زیاته کړې، په امریکې د نوي رژيم له واکمنیدو راهیسې د ملګرو ملتو له منشور سره په اساسي تعارض کښې لازیات ګواښونه او حملې د ایران او نورو هیوادونو د خلکو خلاف ترسره شوې دي او اوس امریکا حتی د داعش د جنګي جنایت په تقلید سره د ایران د زرګونه کلن پخواني تمدن کلتوري میراث ګواښي.

ظریف هم داشان له نړیوالې ایټمي موافقې د امریکې وتلو او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک اجرا کونکو هیوادونو ته د سزا ورکولو کوشش ته یې په اشارې سره دغه کارونه بې مخینې او د امنیت شورا د بیخي څرګند سپکاوي په توګه یاد کړې دي.