د امریکې رژيم به بلآخره ماتې ومني
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایراني ښاریزو او شرکتونو خلاف د امریکې د نویو بندیزونو په غندلو سره ټینګار وکړ چې د امریکې رژیم به بلآخره مجبور شي چې حقیقتونه ومني او خپله ماتې قبوله کړي.
سید عباس موسوي پرون دې ټکي ته په اشارې سره چې د امریکې وروستيو بندیزونو په ټولو نړیوالو اصولو او قواعدو سترګې پټې کړې دي، وویل: په خواشینۍ سره امریکایانو یو ډول یواړخیز، غیرقانوني او بې ګټې کړچار غوره کړی دی او په تکرارولو یې هم ټینګار لري.
موسوي زیاته کړه: د ایران د خلکو او شرکتونو خلاف د امریکې د نویو بندیزونو لګیدل د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او د نړیوالو حقوقو په لړ کښې د امریکې د حکومت د ژمنو څرګنده خلاف ورزي ده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د یادو بندیزونو په لګولو سره د امریکې د حکومت د غلیمانه سیاستونو ذات له مخکښې زیات په ډاګه شوی دی، وویل: د امریکايي رژيم دغه اقدام د ایران د خلکو د سترې برخې په کار او کسب کښې د ګډوډي په موخه ترسره شوی دی.