اسلامی ایران د انګلستان پلان رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87304-اسلامی_ایران_د_انګلستان_پلان_رد_کړ
زمونږخبریال وایی په لندن کښې د ایران سفیر حمید بعیدی نژاد د ټرامپ له موافقې سره د اټومی تړون د ځاې ناستی کولو لپاره د انګلستان د لومړی وزیر بوریس جانسن پلان رد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2020 01:03 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران د انګلستان پلان رد کړ

زمونږخبریال وایی په لندن کښې د ایران سفیر حمید بعیدی نژاد د ټرامپ له موافقې سره د اټومی تړون د ځاې ناستی کولو لپاره د انګلستان د لومړی وزیر بوریس جانسن پلان رد کړ .

بعیدی نژاد د انګلستان له څلورم (۴) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل اټومی تړون اوس هم شته او د اټومی موافقې درې(۳) غړی هیوادونه فرانسه ، جرمنی او بریتانیا ټینګار لری چې د ډیپلوماسۍ له لارې د نظرونو اختلاف شی .

په لندن کښې د ایران سفیر حمید بعیدی نژاد د اټومی تړون ګډ کمیسیون ته په اشارې سره وویل د دغه کمیسیون د غونډو په چوکاټ کښې په اټومی تړون او په دغه خبرې چې اروپایی لوری په کوم ډول په خپلو ژمنو عمل وکړی غور کولای شو .

هغه وویل د خپلو اټومی ژمنو د کمولو لپاره د ایران ګامونه د اټومی تړون د له مینځه وړلو لپاره نه دی او ایران د ډیپلوماسۍ لاره خلاصه پریښودلی ده .