اروپایانودټرمپ له ټیرفونود خلاصون لپاره ایټمی موافقه خرڅه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87320-اروپایانودټرمپ_له_ټیرفونود_خلاصون_لپاره_ایټمی_موافقه_خرڅه_کړه
محمد جواد ظریف په یوه سخت ټویټ کې امریکا ته د اروپایانو د کلنګ ورکولو په اړه ولیکل په ایټمی موافقه کې پاتې دریو اروپایی هیوادونو دغه نړیواله موافقه خرڅه کړه تر څو د امریکاد ولسمشر له نویو ټیرفونو ځان خلاص کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 16, 2020 11:41 Asia/Kabul
  • اروپایانودټرمپ له ټیرفونود خلاصون لپاره ایټمی موافقه خرڅه کړه

محمد جواد ظریف په یوه سخت ټویټ کې امریکا ته د اروپایانو د کلنګ ورکولو په اړه ولیکل په ایټمی موافقه کې پاتې دریو اروپایی هیوادونو دغه نړیواله موافقه خرڅه کړه تر څو د امریکاد ولسمشر له نویو ټیرفونو ځان خلاص کړی .

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف په یوه سخت ټویټ کې امریکا ته د اروپایانو د کلنګ ورکولو په اړه ولیکل په ایټمی موافقه کې پاتې دریو اروپایی هیوادونو دغه نړیواله موافقه خرڅه کړه تر څو د امریکاد ولسمشر له نویو ټیرفونو ځان خلاص کړی .

د اسلامی ایران خارجه وزیر جواد ظریف  له دې مخکې هم ټینګارکړې وو چی د ایران اسلامي جمهوریت د ملګروملتونو د امنیت شورا د یوه پریکړه لیک په هکله چې ایران له شپږو حکومتونو او اروپايي اتحادیې سره د هغه په هکله موافقه کړي ده په دوباره خبرو اترو باور نلري .

هغه وویل دایران اسلامي جمهوریت په ډیپلوماسۍ باور لري خو  تهران د امریکا له پخواني ولسمشر باراک اوباما سره موافقه نه ده لاسلیک کړي چې اوس له ډونالډ ټرمپ سره د موافقې په لاسلیک کولو پسې وي .

د ایران دباندنیو چارو وزیر جواد ظریف د اټومي تړون د اروپايي لورو د ژمنو ماتولوته په اشارې سره ټینګار وکړ د اټومي موافقې راتلونکی له ایران سره نه بلکې له دریواروپايي هیوادونو یعني بریتانیا ، جرمني او فرانسې سره تړلی دی .

جواد ظریف وویل په اټومي تړون د امریکا برید ته د دریو اروپايي هیوادونو(بریتانیا ، فرانسې اوجرمني ) ځواب په ایران کښې دپانګونې او د تجارت غوڅول او په عین حال کښې د ایران د تیلو بایکاټ کول دی .

هغه په اټومي تړون کښې د امریکا  له ورانونکو سیاستونو د اروپايي هیوادونو په پیروۍ نیوکې سره ټينګار وکړ افسوس دی چې د نړۍ ترټولو ستر اقتصاد اجازه ورکړي ده د امریکا د زوروینې په وجه خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړي