امريکه د سيمې د خطرناک حالت اصلي ګرمه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87371-امريکه_د_سيمې_د_خطرناک_حالت_اصلي_ګرمه_ده
د ايران خارجه وزير د اېشيا د لويديځې سيمې اوسنے حالت خطرناک وبلۀ او امريکه يې د دغه حالت اصلي ګرمه وبلله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 19, 2020 12:21 Asia/Kabul
  • امريکه د سيمې د خطرناک حالت اصلي ګرمه ده

د ايران خارجه وزير د اېشيا د لويديځې سيمې اوسنے حالت خطرناک وبلۀ او امريکه يې د دغه حالت اصلي ګرمه وبلله.

محمد جواد ظريف د هند له ټائمز ناو timesnow سائيټ سره په مرکه کښې چې پرون ماښام خپره شوه، د دې په بيانولو سره چط د سيمې د خطرناک حالت اصلي دليل د امريکې غاورانه او ګستاخانه دريځونه دي زياته کړه،امريکه ټولې چارې د اېشيا د لويديځې سيمې د خلقو له ليد څخه نه بلکه په خپل ليد سره ويني.ظريف همدارنګ د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک له قوماندان جنرل شهيد قاسم سلېماني څخه د سيمې د هېوادونو د عامه افکارو پراخو ملاتړونو ته په اشارې سره وويل، امريکه بايد په دې خبره پوهه شي چې په ترهه ګريزې حملې سره د سردار سلېماني له وژلې وروسته د نړۍ په مختلفو سيمو کښې د هغه د قدرونې په خطر يو لړ مراسم جوړ شول.

د ايران خارجه وزير واضحه کړه چې يوازې، داعش او د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او خارجه وزير مائک پومپئو د سردار سلېماني په وژله خوشحال شول.

ظريف همدارنګ د رائيسينا خبرو اترو په غونډه کښې د ګډون لپاره نوي ډيلي ته خپل سفر ته په اشارې سره وويل: هند يو د اهميت وړ رول لوبونکے دے، نو ځکه تهران هيله من دے نوے ډيلے پکار دي په سيمه کښې په راتلونکو وختونو کښې د ملګرتياو مثبت کردار دا کړي.

د ايران خارجه وزير رائيسينا خبرو اترو په کلنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره د تېرې نهې په ورځ هند ته سفر وکړ.