په نانو ټېکنالوجۍ کښې په نړۍ کښې د ايران څلورمه رتبه
په نانو ټېکنالوجۍ کښې په نړۍ کښې د ايران څلورمه رتبه
Jan 19, 2020 12:04 Asia/Kabul
دايران د روغتيائي نانوټېکنالوجۍ د انجمن مشر په نانو ټېکنالوجۍ کښې يو ځل بيا په نړۍ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د څلورمې رتبې د حاصلولو خبر ورکړ.
مهدي رضايت پرون زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې وويل، ايران په پرله پسې دريم کال لپاره په نړۍ کښې په نانو ټېکنالوجۍ کښې خپله څلورمه رتبه وساتلې شوه.
رضايت زياته کړه، دوه سوه شل ايراني شرکتونه د نانو ټېکنالوجۍ په زمينه کښې فعال دي.
د ايران د نانو ټيکنالوجۍ د پراختيا د کمېټۍ سېکتر سعيد سرکار هم څوورځې مخکښې وويل، د نړۍ څلور پنځوس هېوادونو ته د ايران د اسلامي جمهوريت د نانو ټېکنالوجۍ محصولات صادريږي.
ټیګونه