په نانو ټېکنالوجۍ کښې په نړۍ کښې د ايران څلورمه رتبه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87376-په_نانو_ټېکنالوجۍ_کښې_په_نړۍ_کښې_د_ايران_څلورمه_رتبه
دايران د روغتيائي نانوټېکنالوجۍ د انجمن مشر په نانو ټېکنالوجۍ کښې يو ځل بيا په نړۍ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د څلورمې رتبې د حاصلولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2020 12:04 Asia/Kabul
  • په نانو ټېکنالوجۍ کښې په نړۍ کښې د ايران څلورمه رتبه

دايران د روغتيائي نانوټېکنالوجۍ د انجمن مشر په نانو ټېکنالوجۍ کښې يو ځل بيا په نړۍ کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د څلورمې رتبې د حاصلولو خبر ورکړ.

مهدي رضايت پرون زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې وويل، ايران په پرله پسې دريم کال لپاره په نړۍ کښې په نانو ټېکنالوجۍ کښې خپله څلورمه رتبه وساتلې شوه.

رضايت زياته کړه، دوه سوه شل ايراني شرکتونه د نانو ټېکنالوجۍ په زمينه کښې فعال دي.

د ايران د نانو ټيکنالوجۍ د پراختيا د کمېټۍ سېکتر سعيد سرکار هم  څوورځې مخکښې وويل، د نړۍ څلور پنځوس هېوادونو ته د ايران د اسلامي جمهوريت د نانو ټېکنالوجۍ محصولات صادريږي.