پر ایران د زیات دباؤ نتیجې خطرناکې کیدلی شي
امریکا پر ایران د دباؤ د سکې دوهم اړخ نه ګوری
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په یولړ څرګندونو کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې د اروپایانو ناروا او غیر قانونی چلند ته په اشارې سره وئیلی دی ،که دایران دوسیه امنیت شورا ته وړاندې شی ، نو تهران به له این پی ټی تړونه د وتلو خبره مطرح کړی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې د روسیې دایمی استازی میخایئل اولیانوف بیګا پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ،په امریکا کې د ایران دچارو د ځانګړی ډلې مسئول برایّن هوک د ایران په اقتصاد د زیاتره دباؤ دسیاست په ورانکارو اغیزو په ویاړ سره خبرې کوی ، خو له یاده ئې وتلې ده چې ددغه شان سیاست په نتیجې کې، د ایران ایټمی پروګرام محدودیّتونه ډیر زیات کم شوی دی .
برایّن هوک تیره جمعه اعتراف کړی ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له اروپایانو غوښتی دی،څو له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ووځی او له یوې نوی موافقې سره،البته د هغه په خیال له موافقې سره یو ځای شی .
هوک د امریکا د ایرانی ضدبندیزونو،حتی د درملیزو او خوراکی موادو د تامینولو په مخنیوی کې د ایران په ضد د بندیزونو نتیجو ته له اشارې پرته خوښی څرګنده کړې او وئیلی چې د امریکا د بندیزونو له امله ( دهغه په وینا) د ایران د تیلو اتیا فی صدی خرڅیدا کمه شوې ده .