امریکا پر ایران د دباؤ د سکې دوهم اړخ نه ګوری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87426-امریکا_پر_ایران_د_دباؤ_د_سکې_دوهم_اړخ_نه_ګوری
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په یولړ څرګندونو کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې د اروپایانو ناروا او غیر قانونی چلند ته په اشارې سره وئیلی دی ،که دایران دوسیه امنیت شورا ته وړاندې شی ، نو تهران به له این پی ټی تړونه د وتلو خبره مطرح کړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 22, 2020 01:41 Asia/Kabul
  • امریکا پر ایران د دباؤ د سکې دوهم اړخ  نه ګوری

د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په یولړ څرګندونو کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په وړاندې د اروپایانو ناروا او غیر قانونی چلند ته په اشارې سره وئیلی دی ،که دایران دوسیه امنیت شورا ته وړاندې شی ، نو تهران به له این پی ټی تړونه د وتلو خبره مطرح کړی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې  د روسیې دایمی استازی میخایئل  اولیانوف  بیګا پخپل ټولنیز چینل کې  لیکلی دی ،په امریکا کې د ایران دچارو د ځانګړی ډلې  مسئول برایّن هوک  د ایران په اقتصاد  د زیاتره دباؤ  دسیاست په ورانکارو اغیزو په ویاړ سره  خبرې کوی ، خو له یاده ئې وتلې ده چې ددغه شان سیاست په نتیجې کې،  د ایران  ایټمی پروګرام  محدودیّتونه  ډیر زیات کم شوی دی .

 برایّن   هوک  تیره جمعه  اعتراف کړی ، چې  د امریکا  ولسمشر ډونالډټرمپ  له اروپایانو غوښتی دی،څو له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ووځی  او  له یوې نوی موافقې سره،البته د هغه  په خیال   له  موافقې سره یو ځای شی . 

هوک د امریکا د ایرانی ضدبندیزونو،حتی د درملیزو او خوراکی موادو د تامینولو  په مخنیوی  کې د ایران په ضد د بندیزونو نتیجو ته له اشارې پرته  خوښی څرګنده کړې او وئیلی  چې  د امریکا د بندیزونو له امله ( دهغه په وینا) د ایران د تیلو اتیا فی صدی خرڅیدا  کمه شوې ده .