د عمان او ایران یو شان دریځونه
ایران او عمان خپلې د ورورولۍ اړیکې نوره هم پراخوی
د ایران خارجه وزیر تیره اونۍ هم د عمان د خدای بخښلی پاچا سلطان قابوس ددرنښت په دستورو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی ؤ او ددغه هیواد له نوی پاچا سلطان هیثم بن طارق سره ئې لیده کاته کړی وو .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته په تهران کې د عمان له خارجه وزیر یوسف بن علوی سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو د اړیکو دپراختیا او د مشورو د زیاتولو په باب سره بحث او خبرې اترې کړی دی .
په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو د ورورلۍ ،ښو اوسټراټژیکو اړیکو باندې ټینګار شوی او دغه راز د سیمې اونړۍ وروستیو بدلونونو په باب هم اروزنې شوی دی .
دغه کتنه په داسې حال کې شوی ، چې دایران خارجه وزیر دتیرې جمعې په ورځې هندوستان ته له سفره دستنیدو په وخت د عمان په مسقط کې په لنډې تم کیدا سره له خپل عمانی همڅنګ سره لیده کاته کړی وو .
د ایران خارجه وزیر تیره اونۍ هم د عمان د خدای بخښلی پاچا سلطان قابوس د درنښت په دستورو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی ؤ او ددغه هیواد له نوی پاچا سلطان هیثم بن طارق سره ئې لیده کاته کړی وو .