ایران او عمان خپلې د ورورولۍ اړیکې نوره هم پراخوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87427-ایران_او_عمان_خپلې_د_ورورولۍ_اړیکې_نوره_هم_پراخوی
د ایران خارجه وزیر تیره اونۍ هم د عمان د خدای بخښلی پاچا سلطان قابوس ددرنښت په دستورو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی ؤ او ددغه هیواد له نوی پاچا سلطان هیثم بن طارق سره ئې لیده کاته کړی وو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 22, 2020 01:51 Asia/Kabul
  • ایران او عمان خپلې د ورورولۍ اړیکې نوره هم پراخوی

د ایران خارجه وزیر تیره اونۍ هم د عمان د خدای بخښلی پاچا سلطان قابوس ددرنښت په دستورو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی ؤ او ددغه هیواد له نوی پاچا سلطان هیثم بن طارق سره ئې لیده کاته کړی وو .

زمونږخبریال راپورراکړ  د ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته  په تهران کې د عمان له خارجه وزیر یوسف بن علوی سره په کتنې کې  د دواړو هیوادونو د اړیکو دپراختیا  او د مشورو د زیاتولو په باب سره بحث او خبرې اترې  کړی دی .

 په  دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو د ورورلۍ ،ښو اوسټراټژیکو  اړیکو باندې ټینګار شوی او دغه راز د سیمې اونړۍ وروستیو بدلونونو په باب هم  اروزنې شوی دی .

 دغه کتنه  په داسې حال کې  شوی ، چې  دایران خارجه وزیر  دتیرې جمعې په ورځې  هندوستان ته له سفره دستنیدو په وخت  د عمان په مسقط کې په لنډې تم کیدا سره  له خپل عمانی همڅنګ سره  لیده کاته کړی وو .

 د ایران خارجه وزیر تیره اونۍ هم د عمان د خدای بخښلی  پاچا سلطان قابوس  د درنښت په دستورو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته تللی ؤ او  ددغه هیواد له نوی پاچا  سلطان هیثم بن طارق سره  ئې لیده کاته کړی وو .