راځۍ چې سره یو ځاي شو او درستې ستونزې حل کړو
ایران له خپلوګاونډیانو سره خبرواترو ته هروخت تیاردی
د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان پرون له روئیټرز خبری آژانس سره په خبرو کې د ایران په ضد دنه ثابت شوو ادعاګانو په تکرارولو سره،له تهران سره د خبرواترو لپاهر دریاض چمتووالی اعلان کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف دسیمې د هیوادونو دثبات او غوړیدا او د سیمې ملتونو ته د هیلې او امید دبیررته ستنولو باندې ټینګار وکړ .
محمد جواد ظریفنن پخپل ټولنیز پیغام کې په عربی ژبه لیکلی دی،ایران هماغه راز له خپلو ګاونډیانو سره له خبرواترو سره دلچسپی لری او د لویدیځی آسیا دخلکو په ګټه په هریوه کار کې رول لوبولو ته تیار دی .
د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ،له هر هغه اقدامه چې د سیمې ولسونو ته هیله اوامید ورکوی،اوهغوی ته ثبات او نیکمرغی ډالۍ کوی ،هرکلی ئې کوو .
د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان پرون له روئیټرز خبری آژانس سره په خبرو کې د ایران په ضد دنه ثابت شوو ادعاګانو په تکرارولو سره ، له تهران سره د خبرواترو لپاهر دریاض چمتووالی اعلان کړی دی .
د ایران خارجه وزیر هم له دې مخکې هم وئیلی وو،ایران له عربستان او دفارس خلیج حوزېله نورو هیوادونو سره خبرواترو ته تیار دی .