ایران له خپلوګاونډیانو سره خبرواترو ته هروخت تیاردی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87463-ایران_له_خپلوګاونډیانو_سره_خبرواترو_ته_هروخت_تیاردی
د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان پرون له روئیټرز خبری آژانس سره په خبرو کې د ایران په ضد دنه ثابت شوو ادعاګانو په تکرارولو سره،له تهران سره د خبرواترو لپاهر دریاض چمتووالی اعلان کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 23, 2020 11:25 Asia/Kabul
  • ایران له خپلوګاونډیانو سره خبرواترو ته هروخت تیاردی

د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان پرون له روئیټرز خبری آژانس سره په خبرو کې د ایران په ضد دنه ثابت شوو ادعاګانو په تکرارولو سره،له تهران سره د خبرواترو لپاهر دریاض چمتووالی اعلان کړی دی .

زمونږخبریال  راپور راکړ  د اسلامی ایران  خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  دسیمې د هیوادونو دثبات او غوړیدا او د سیمې ملتونو ته د هیلې او امید دبیررته ستنولو  باندې ټینګار وکړ .

 محمد جواد ظریفنن پخپل ټولنیز پیغام کې په عربی ژبه لیکلی دی،ایران هماغه راز له خپلو ګاونډیانو سره له خبرواترو سره دلچسپی لری او د لویدیځی آسیا   دخلکو په ګټه  په هریوه کار کې رول لوبولو ته تیار دی .

 د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ،له هر هغه اقدامه چې د سیمې ولسونو ته هیله اوامید ورکوی،اوهغوی ته  ثبات او نیکمرغی ډالۍ کوی ،هرکلی  ئې کوو . 

  د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان پرون  له روئیټرز خبری آژانس سره په خبرو کې د ایران په ضد دنه ثابت شوو ادعاګانو په تکرارولو سره ، له تهران سره د  خبرواترو لپاهر دریاض  چمتووالی اعلان کړی دی .

 د ایران خارجه وزیر هم له دې مخکې هم وئیلی وو،ایران له عربستان او دفارس خلیج  حوزېله نورو هیوادونو سره  خبرواترو ته تیار دی .