ايران په تېره اونۍ کښې۱۳۹۸-۱۱-۰۵
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87521-ايران_په_تېره_اونۍ_کښې۱۳۹۸_۱۱_۰۵
په شروع کښې غواړوو د حج د چارواکو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د تېرې هفتې بياناتو ته يوه تحليلي کتنه وکړوو، نو ښه ده پام ورته وکړئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2020 07:26 Asia/Kabul
  • ايران په تېره اونۍ کښې۱۳۹۸-۱۱-۰۵

په شروع کښې غواړوو د حج د چارواکو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د تېرې هفتې بياناتو ته يوه تحليلي کتنه وکړوو، نو ښه ده پام ورته وکړئ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي تېره هفته د ايران د حج د چارواکو په کتنه کښې د دنيا ته د اسلامي جمهوريت يعني ديني ولسواکۍ د نوې خبرې رسولو لپاره د حج له فرصته په استفادې کولو تاکيد وکړ او وې وفرمايل:د دنيا لپاره د ديني ولسواکۍ نمونه ناپېژندل شوے دے او د هغو ميلينونو تبليغاتي او پروپېګنډه اي وسيلو په مقابل کښې چې نن د اسلامي جمهوريت په خلاف فعاليت کوي د حج له فرصته د دغې نمونې او د امريکې د دښمنۍ او د  زور تر جغ لاندې د ايران د ملت د نه تلو منطق په شان مسائلو د بيانولو لپاره استفاده کېدې شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي تفکر اصولو او د اسلامي ایران د مقاومت په شمول د هغه د مصداقونو تشریح د دنیا لپاره په زړه پورې وبلله او ویې ویل: د ایران له ولسه د امریکایانو د غصې او قهر وجه، د یو ستر بدماش په وړاندې د یو خپلواکه نظام د دریدنې له تصویره رامینځته شوی جذابیت دی.

حضرت آيت اللهالعظمی خامنه اي له خبرې څخه د امريکانو مطلب چې ايران پکار دي يو عامه هېواد باندې بدل شي، د دنيا لپاره له نوې خبرې څخه يعنې د ټولنې په جوړولو او د چارو په چلولو کښې له اسلامي افکارو او ديني اصولو سره د ولسي رايو ګډولو څخه د اسلامي جمهوريت لاس اخېستنه وبلله او زياته يې کړه، د دنيا لپاره د اسلامي جهوري نظام د سياسي اصولو انعکاس او نوې خبرې بيانول په حج کښې يو بل مهم او ضروري کار دے.

حج د هغه د وحدت رامنځته کونکو عناصرو ته په پام سره د اسلامي امت او د استکباري رژيمونو ترستم لاندې ټولو ملتونو په برخليک باندې يو لړ مهم اثرات لري.

له همدې امله دي چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر هر کال د حج موسم په اسلامي امت باندې د پروردګار د رحمت ميعاد وبلۀ او تاکيد يې وکړ چې د مختلفو هېوادونو او له يو بل نه لرې سيمو د خلقو ترمېنځ د ملوماتو او شتو تبادله او له ګډ دښمن سره د مقابلې لپاره د توانمنيو راغونډول  د حج ډېرې سترې او مهمې لاسته راوړنې دي چې په سلګونو معمومي او مروجو غونډو او کانفرنسونو سره نه شي حاصلېدې.

حج په حقيقت کښې د جدي او نړيوال تحرک يوه نقطه ده او د اسلامي امت لپاره زياتې ګټې لري. خو هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ګوته کړه، زياتره هېوادونه د حج له اهميت او مهم کارکردګيو غافل دي.

په اسلامي هېوادونو او سيمه کښې د امريکې له شرارته ډک شتون او لاسوهنې او د تکفيري ډلو جوړول هغه مهمې موضوع ګانې دي چې پکار دي مسلمان ملتونه په حج کښې د هغو په اړه دريځ اعلان کړي.

د ايران اسلامي جمهوريت  به د داخلي قوت او اقتدار په بنياد په هره سطح او هر ډول ګواښ ته ځواب ورکړي.

د ايران د دفاع وزير جنرل امير حاتمي تېره هفته په خپله يوه وېنا کښې په دغې دريځ باندې په تاکيد  او د مضبوطوالي او مضبوط پاتې کېدو د موضوع په اړه د تهران د جُمعې د نمانځه په خطبو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر بياناتو ته په اشارې سره وفرمايل: دفاعي قوت په ټولو برخو کښې د دفاع او قوت د اطمينان ورکونکې زمينې جوړونکے دے او په حقيقت کښې په اسلامي نظام کښې د قدرت د نورو چارو پرمختګ رامنځته کوي.

امريکې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه پس په ټولو کلونو کښې تل د ايران د کمزوري کولو په لټه کښې وه او ده د ايران د اسلامي جمهوريت د تاسيس له وړومبنيو ورځو څخه د هغه د راپررزول د يو سټراټيجک هدف په توګه په خپله اېجنډا کښې راوستۀ.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د اسلامي شورا د جرګې د تېرې هفتې د ګل د ورځې په غونډه کښې په خپله يوه وېنا کښې وويل: «په تېرو څلوېښتو کلونو داسې هيڅ شېبه نه وه چې امريکې دې د راپرزونې فکر له خپل ذهنه وېستلے وي.»

د ايران سياست په سيمه کښې تاوتريخوالي له زياتېدو څخه مخنيوے ؤ او دے، خو په داسې ځاے کښې چې تشخيص ورکړي پکار دے د تيريګر په وړاندې ټينګ اودريږي او تيريګرو او ترهه ګرو ته د مخضبوط ځواب په ورکولو کښې يو شېبه شک او ترديد نه کوي او د امنيت د ګواښونکو په مقابل کښې په پوره قوت او شدت سره ولاړ دے.

د اسلامي انقلاب انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د تهران د تېرې هفتې د جُمعې د نمانځه په خطبو کښې امريکايانو ته د سپاه پاسدارانو مضبوط ځواب ته په اشارې سره تاکيد وکړ: «دغه مضبوط غبرګون يو موثره فوځي ګوزار ؤ خو له دغه فوځي ګوزار نه زيات مهم يو حيثيتي ګوزار ؤ چې د امريکې ابرقدرتي هېبت ته ورکړے شو.»

د ايران اسلامي جمهوريت له برجام ايټمي موافقې څخه له وتلو وروسته کوشش وکړ چې ايټمي موافقه په خپلو ژمنو باندې د دغې موافقې د نورو خواو د عمل کولو به شرط سره وساتي، خو د تقريباً دوو کلونو په تېرېدو او په برجامي ژمنو باندې له عمل کولو څخه د اروپائي لورو په بې وسۍ سره ايران د خپلو اقتصادي ګټو د ساتنې په هدف سره په شپېته ورځنۍ موده کښې د خپلو ژمنو د کمولوګامونه شروع کړل. په دې بنياد ايران د يوې بيانيې په جاري کولو سره د برجامي ژمنو د کمولو د پينځم او وروستي ګام اوچتولو اعلان وکړ، د هغه له مخې تهران په عملياتي زمينه کښې يعنې د فيصدي يورينيمو د پخولو د ظرفيت، د پخول شويو موادو د اندازې، تحقيق او پراختيا په زمينه کښې هيڅ محدوديت ونه لري او له دې وروسته به ايران ايټمي پروګرام يوازې د خپلو فني ضرورتونو په بنياد مخ په وړاندې بياظي او د ايټمي انرجۍ له نړيوال آژانس سره به ملګرتيا هم د مخکښې په شان دوام ومومي. ايران همدارنګ وويل په داسې صورت کښې چې که اروپائي هېوادونه د برجام موضوع د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته يوسي نو کېدې شي له اېن پي ټي معاهدې څخه ووځي.

د پائېدارې ودې په اهدافو کښې د ملګرو ملتو د مشر آنتونيو ګوټرش صلاحکار جفري سکز په همدې اړه د فرانس له ۲۴ ټي وي چېنل سره په مرکه کښې د ايران په خلاف د امريکې د بدمعاشۍ په وړاندې د اروپا په شاتګ باندې سخته نيوکه وکړه او دغه کار يې د نړۍ لپاره خطرناک وبلۀ. سکز د دې په يادونې سره چې برجام د ايران او ټولې دنيا ترمېنځ يوه موافقه وه تاکيد وکړ: اروپا تردې شېبې ملاتړ کړے خو د ټرمپ تر مشرۍ لاندې امريکې وويل چې مونږ غواړوو د دغې نړيوالې موافقې خلاف ورزي وکړوو، دا کار لېونتوب دے.

د روسيې خارجه وزارت هم په يوې بيانيه کښې د ملګرو ملتو د معيارونو په اړه چې ايران د يورينيمو د پخولو له فعاليتونو منعې کوي د ايران په چارو کښې د امريکې د خاص استازي برايان هوک په ادعا باندې سخته نيوکه وکړه او هغه يو افسانه جوړونه د حقيقت تحريف کول وبلل.

هوک د تېرې جمعې په ورځ په يوه مرکه کښې ادعا کړې  وه چې د امريکې  موقف دا دے چې ايران پکار نه دي د يورانيمو د پخولو هيڅ ډول فعاليت ولري.

هغه ادعا وکړه چې ملګرو ملتو په 2006 او 2007 کلونو کښې څو پرېکړليکونه تصويب کړل چې پکښې ايران د يورانيمو له پخولو منعې کړے دے.

د روسيې د خارجه وزارت په بيانيه کښې راغلي دي: «ډېره د افسوس خبره ده چې دهوک په وېنا کښې داسې افسانه جوړونه يو ډول د  ايټمي نه خپرېدنې په اړه د امريکې په پالېسۍ بدله شوې ده. له بده مرغه د پېژندل شويو حقائق په څرګنده تاوول د نړۍ د يو ډېر لوے ابرقدرت د استازي په معمول بدل شوي دي او ايټمي نه خپرېدنې په باره کښې د لړ اختياراتو ادعا کوي.»

د روسيې خارجه وزارت تاکيد وکړ: «دغه معاهده هغو ټولو هېوادونو ته چې هغه لاسليک کړې ده له ايټمي انرجۍ څخه د صلح ايزې استفادې حق ورکوي. د دغې معاهدې څلورمه ماده اعلان کوي چې په دغه معاهده کښې پکار نه دي څه څيز داسې تفسير شي چې د صلح ايزو مقاصدو لپاره له ايټمي انرجۍ څخه استفاده، د تحقيقاتو او توليد لپاره بې له تبعيضه او د دغې معاهدې له وړومبۍ او دويمې مادې مطابق د دغې معاهدې د ټولو غړيو په خلل نه قبلونکي حق باندې تاثير وکړي.»

برايان هوک همدارګ د تېرې هفتې د زيارت په ورځ د سوئيزلېنډ په ډيووس کښې د اقتصادو د نړيوالې ټولنې د غونډې په ترڅنګه له شرق الاسط ورځپاڼې سره په مرکه کښې په ګستاخانه څرګندونو کښې وويل، جرنل اسماعيل قاآنی چې د شهيد جنرل قاسم سلېماني جانشين شوے دے که هغه لاره اختيار کړي نو هم دهغه په شان برخليک سره به مخامخ شي.

د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي دغه ګستاخانه څرګندونې وغندلې او وې ويل: د امريکې د خارجه وزارت د دغه چارواکي وېنا د دغه هېواد د له هدفمن او حکومتي ترهه ګرۍ نه په څرګنده پرده اوچتول او په سرکاري توګه په ډاګه کول دي.

موسوي واضحه کړه چې له صهيونېسټ رژيم نه پس امريکه دويم رژيم دے چې په سرکاري توګه اعلان کوي چې د حکومت امکانات او خپل وسله وال ځواکونه يې د ترهه ګريزو اقداماتو لپاره استعمال کړي دي او په راتلونکو وختونو کښې به هم ورته دوام ورکړي.

تېره هفته د عمان خارجه وزير يوسف بن علوي په وروستيو دوو هفتو کښې د دويم ځل لپاره تهران ته راغے.

دغه سفر په داسې حال کښې اوشو چې د ايران خارجه وزير دوه هفتې مخکښې د هند له سفره د ستنېدو په موقع په مسقط کښې په لنډه دمه کښې له خپل عماني هم منصب سره کتنه کړې وه.

سياسي صلاح مشورې تهران ته د عمان د خارجه وزير د سفر يوه وجه وه.

د ايران د اسلامي جمهوريت او عمان خارجه وزيرانو تل په دوو اړخيزو او سيمه ايزو غونډو کښې او همدارنګ د نړيوالو ټولنو ترڅنګه د نړيوالو مسائلو او دوو اړخيزو او سيمه ايزو مسائلو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله کړې ده.

عمان د ايټمي خبرو اترو او د برجام په بڼه نيولو کښې رول لوبولے دے او له دې وروسته هم تل  د سيمه ايزو مسائلو په لړ کښې د ايران د صلاح مشورو  يو لورے ؤ او دے.

 د وېنزوېلا خارجه وزيء خورخه آرئاسا هم تېره هفته د يو پلاوي په مشرۍ تهران ته راے.

د وېنزوېلا خارجه وزير تهران ته په خپل سفر کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو او د سيمې د بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.

-------