د امریکا د ولسمشر د بدماشۍ په وړاندې د اروپایانو بې وسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87531-د_امریکا_د_ولسمشر_د_بدماشۍ_په_وړاندې_د_اروپایانو_بې_وسي
اروپائي هیوادونه په داسې حال کې د لیندۍیا ټریګر د میکانزم له فعالولو خپله موخه ،په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته د تهران بیرته ستنول ګڼي،چې څه دپاسه یوکال کیږي،سره له دې چې ایران ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس،دخپلو ایټمي ژمنتیاؤ په کمولوکې پنځم ګام هم پورته کړی دی،هیڅکله ئې پخپلو سیاستونوکې کوم بدلون نه دی راوستی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 26, 2020 13:09 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر د بدماشۍ په وړاندې د اروپایانو بې وسي

اروپائي هیوادونه په داسې حال کې د لیندۍیا ټریګر د میکانزم له فعالولو خپله موخه ،په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته د تهران بیرته ستنول ګڼي،چې څه دپاسه یوکال کیږي،سره له دې چې ایران ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس،دخپلو ایټمي ژمنتیاؤ په کمولوکې پنځم ګام هم پورته کړی دی،هیڅکله ئې پخپلو سیاستونوکې کوم بدلون نه دی راوستی.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمدجواد ظریف په یولړ څرګندونو کې جوته کړې ده،اروپایان د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ په وړاندې د دریدا توان  نه لري .

  د ایران خارجه وزیر د جرمني له شپيګل خپرونې سره په خبرو کې چې د شنبې په ورځې خپرې شوي،ددې واقعیّت په بیانولو سره چې اروپایان د امریکا د ولسمشر ټرمپ په وړاندې د دریدا توان نه لري،وئيلي دي؛له امریکا څخه د اروپایانو بې چون و چرا  اطاعت او پیروي یوه غمیزه ده .

Image Caption

 

 محمد جواد ظریف په دغې مرکې کې همدراز په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د اختلاف دحل له میکانزم څخه په استفادې کې د اروپائي ټرائيکا(جرمني،انګلستان او فرانسې)احتمالي اقدام ته په اشارې سره  روښانه کړې،اروپایان دغه شان چارو ته د مخه کولولپاره هیڅ قانوني دلیلونه نه لري،او روسیه او چین  په دې باب له ایران سره یو شان نظر لري، اروپایان باید ځانونه یوه ستر بحران ته تیار کړي .

 د اختلافد حل میکانزم،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو  د اختلاف د حل په باب یوه داسې نهائي لاره چاره ده چې د ملګروملتو هغه  مخکینیي پریکړه لیکونه د۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس ځنډول شوي وو،بیرته راوګرځول شي .اروپائي هیوادونه په داسې حال کې د لیندۍیا ټریګر د میکانزم  له فعالولو خپله موخه ،په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته د تهران بیرته ستنول  ګڼي،چې څه دپاسه یوکال کیږي،سره له دې چې ایران ددغې نړیوالې ایټمي موافقېد مادو په اساس،دخپلو ایټمي ژمنتیاؤ په کمولوکې پنځم ګام هم پورته کړی دی،هیڅکله ئې پخپلو سیاستونوکې کوم بدلون نه دی راوستی.د ایران لوړپوړوچارواکو په کرتووئيلي دي  چې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  دخپلو ژمنو اجرا ته پابند دی.دا موضوع په بیلابیلو وختونو کې هم د ایټمي انرژۍ نړیوال آژآنس اوهم اروپائي هیوادونو،پخپلو رسمي راپورونو او اعلامیوکې  تائيد کړې ده .

Image Caption

 

 البته اروپایان،د خپلې دغې فیصلې په نتیجو اندیښمن هم دي او په همدې علت ئې فعلموضوع،هغه ګډکمیشن ته وړاندې کړې چې د لورو په  اختلافاتو د غور مسئول دی .

  د  اروپائي هیوادونو  دغه  اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې  د ایران د فیصلې علت ،دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې د ایران  د اقتصادي ګټو په پوره کولو کې  د دغې نړیوالې ایټمي موافقې د درو اروپائي هیوادونو  د انفعالي دریځونو په نسبت  یو غبرګون  دی.ایران د جنورۍ په پنځمه نیټه، د خپلو ایټمي ژمنتیاؤ د  کمولو په دوام کې پنځم ګام هم پورته کړ. په دې اساس،د ایران د اسلامی جمهوریت  ایټمي پروګرام ،نوره د یورانیمو دپخولو دظرفیّت،د پخولو د فی صدي،د پاخو شوو موادو د اندازې او د پراختیا او څيړنو پشمول په عملیاتي حوزې کېهیڅ محدودیَتونه نه لرياو د ایران ایټمي پروګرام به له دې وروسته،یوازې دخپلو تخنیکي اړتیا په اساس پرمخ لاړ شي .

 اوس اروپایان  په جامعې نړیوالې ايټمي موافقې کې  د پاتیکیدو اویا د امریکا په څير ورځيني  د وتلو  په دوه لاري  ولاړ دي . په داسې حال کې چې په جدي توګه د ایران د متقابلو اقداماتو د پایلو په باب اندیښمن دي .  که څه هم چې د ایران متقابل ځواب به هیڅکله هم د ګواښلو لپاره  نه وي ، بلکې  ایران به دخپلو روا حقوقو په چوکاټ کې عمل وکړي .لکه څنګه چې د ایران خارجه وزیر له شپیګل  خپرونې سره دخپلې مرکې په یوې برخې کېاو همداراز له این پي ټي تړون څخه د وتلو لپاره د ایران دګواښ په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وئيلی دي، له این پي ټي تړون څخه د ایرانوتل،د ایټم بم د جوړولو په معنا نه دي ،ځکه د ایران اسلامی جمهوریت د خپلو اعتقاداتو او اخلاقي مسئلو په اساس ،هیڅکله هم د ایټم بم په جوړولو پسې نه دی .

 د اسلامي ایران خارجه وزیر د خپلې مرکې په دوام کې د امریکا په لاس د سپاه پاسدارانو د قدس ځواکاو د مقاومت دجبهې د قوماندان جنرال قاسم سلیماني ترورته هم اشاره وکړه او  په سیمې کې ئې د تاؤتریخوالي زیاتیدا د جنرال سلیماني په شهیدولو کې د امریکا د حکومتي ترهه ګر اقدام په دلیل بللي او وئیلي ئې دي ،امریکا به ددغې ترهه ګرې حملې ځواب د لویدیځي آسیا له خلکو ترلاسه کړي .

Image Caption

 

جواد ظریف دغه راز یادونه کړې ،امریکا،اروپا او درسته نړیواله ټولنه د داعش په له مینځه وړلو کې د جنرال قاسم سلیماني د هلوځلو پامته داره دي.

            په هرحال د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د اروپایانو سیاسی فیصلې،دغه نړیواله ایټمی موافقه له څواړخیز پالنې څخه د یواړخیز پالنې  ګرداؤ ته کاږلې ده.اروپایان مدعي دي  چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره ئې دغه فیصله کړې ده،خو شواهد ښئ چې د اروپایانو دغه چلند،د امریکاپه مقابل کې د تسلیمیدا په معنا دی ،لکه څنګه چې جواد ظریف دغه غږملتیا،له امریکا څخه د اروپایانو بې چون و چرا اطاعت او دیوې غمیزې مصداق بللی دی .