ایران او عمان د خپل مینځیو اړیکو پراختیا ته هوډمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87539-ایران_او_عمان_د_خپل_مینځیو_اړیکو_پراختیا_ته_هوډمن_دي
دا په تیرې یو ې میاشتې کې د ایران او عمان دخارجه وزیرانو څلورم لیده کاته دي . د عمان خارجه وزیر تیره اونۍ هم په تهران کې د ایران له خارجه وزیر سره کتنه او خبرې اترې کړې وې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 27, 2020 01:25 Asia/Kabul
  •   ایران او عمان د خپل مینځیو اړیکو پراختیا ته هوډمن دي

دا په تیرې یو ې میاشتې کې د ایران او عمان دخارجه وزیرانو څلورم لیده کاته دي . د عمان خارجه وزیر تیره اونۍ هم په تهران کې د ایران له خارجه وزیر سره کتنه او خبرې اترې کړې وې .

ایرنا خبري آژانس راپورو رکړ  د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوي  پرون ناوخته  د سویس  له ډيووس غونډې  دستنیدا په لاره کې  په تهران کې په لنډې تمکیدا کې  د اسلامی ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره لیده کاته وکړل او  او دواړو لورو  د د واړو هیوادونو د حکومتونو پر کلک هوډاو  د ملګرتیاؤ پر دوام په ټينګار سره ئې د درستو هیوادونو لپاره د انرزۍ دامنیت او دسمندر کچ کونې دامنیت د تضمین په باب سره دنظر تبادله او مشورې وکړې .

 دوه اړخیزې او سیمه ایزې  اړیکې په تیره بیا  په هرمز تنګي کې  د ایران او عمان  ملګرتیاوې ، د جواد ظریف اویوسف بن علوي د مشورو نور چورلیزونه  ؤ.

 دا  په تیرې یو ې میاشتې کې  د ایران او  عمان دخارجه وزیرانو  څلورم لیده کاته دي .

 د عمان  خارجه وزیر  تیره اونۍ هم  په تهران کې  د ایران له خارجه وزیر سره  کتنه او خبرې اترې کړې وې .