د پیړۍ د معاملې پلان د اسرائیلو د ختمیدا سبب کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87574-د_پیړۍ_د_معاملې_پلان_د_اسرائیلو_د_ختمیدا_سبب_کیږي
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان د فلسطین د خلکو پرضد د پیړۍ د معاملې پلان ته په اشارې سره وویل د پیړۍ د معاملې پلان د اسرائیلو د جعلي رژیم د ختمیدا پیلیدل دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2020 08:42 Asia/Kabul
  • د پیړۍ د معاملې پلان د اسرائیلو د ختمیدا سبب کیږي

زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان د فلسطین د خلکو پرضد د پیړۍ د معاملې پلان ته په اشارې سره وویل د پیړۍ د معاملې پلان د اسرائیلو د جعلي رژیم د ختمیدا پیلیدل دي .

د پیړۍ د معاملې پلان چې د امریکا لخوا وړاندې شوی دی له صهیونیسټ رژیم سره د قدس او د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د موجودو ښارونو په کامل ډول یوځاې کول او د فلسطین د کډوالو د بیرته ستنیدا په حق سترګې پټول دي .

ټاکل شوي ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دغه رژیم د شین او د سپین ائتلاف له مشر «بني ګانټس »سره له کتنې وروسته د پیړۍ د معاملې د پلان مخه کتنه وکړي .

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان بیګا وویل اسرائیل به د سیمې په راتلونکي کښې ځای ونلري .

هغه له ایران سره د امریکا د خبرو لپاره د امریکا د چارواکو ټینګار ته په اشارې سره وویل د اسلامي  انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني له ټرور وروسته له ایران سره د خبرو اترو لپاره به د امریکا د ولسمشر ګډوډ خوب هیڅکله پوره نشي .