د سیمې د خلکو مقاومت د امریکا د ماتي سبب دی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د ایران او د سیمې د نورو هیوادونو د خلکو مقاومت په لویدیځه اسیا کښې د امریکا د دسیسو د ماتي عامل دی .
هغه نن په تهران کښې په یو لړ مراسمو کښې په لویدیځه اسیا کښې د امریکا د اوسني رژیم ورانونکو اقداماتو او د ایران پرضد له بایکاټونو سره سره په بیلابیلو ډګرونو کښې د اسلامي ایران پرمختګونو ته په اشارې سره وویل د امریکا اوسنی ترهګر او دوکه باز حکومت چې د دغه هیواد د تاریخ ترټولو بد حکومت دی په خپلو اقداماتو سره د نړۍ د خلکو ، د خپلو متحدانو، دوستانو او حتی د امریکا د خلکو لپاره یوشمیر مشکلات رامینځته کړي دي .
حسن روحاني په دې خبرې سره چې امریکا د تمدن ، د ډیموکراسۍ او د بشري حقوقو په ادعا سره د سیمې په خلکو ظلم کوي ډاګینه کړه هغه حکومت چې همدا اوس په امریکا کښې په واک کښې دی نه یوازې د ایران بلکې د عراق، د یمن ، دسوریې د لبنان او دافغانستان په شمول دسیمې په نورو ملتونو هم ظلم کوي او په سیمه کښې ډیر کم داسې هیواد شته چې د امریکا ظلمونه او کړاونه یې نه وي زغملي .
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار وکړ په هغو ورځو کښې چې دښمانانو ایران ته د تمې سترګې نیولي وي د هیواد خلک په متحد ډول میدان ته راووتل او مقاومت یې وکړ او نن سبا هم د امریکا له سخت اقتصاد دباو او بایکاټونو وروسته د ایران خلک په زړورتیا سره مقاومت کوي .