ایران له این پي ټي تړون څخه وتلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87584-ایران_له_این_پي_ټي_تړون_څخه_وتلی_شي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران داسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي احمد امیر ابادي فراهاني د اټومي وسلو د تولید او دپراختیا د بندیز له تړون این پي ټي څخه د ایران د وتلو د پلان د ترلاسه کیدا د اعلان خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2020 12:47 Asia/Kabul
  • ایران له این پي ټي تړون څخه وتلی شي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران داسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي احمد امیر ابادي فراهاني د اټومي وسلو د تولید او دپراختیا د بندیز له تړون این پي ټي څخه د ایران د وتلو د پلان د ترلاسه کیدا د اعلان خبر ورکړ .

هغه نن د پارلمان په ښکاره غونډې کښې وویل له این پي ټي تړون څخه د ایران د وتلو پلان او دایران پرضد د بایکاټونو په لګولو کښې د امریکا د ملګرو هیوادونو د سزا کولو پلان دوه (۲) پلانونه دي چې د ایران د پارلمان د رئیسه پلاوي لخوا ترلاسه شوي دي .

له دې مخکې هم د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په اټومي تړون کښې اروپايي لورو هیوادونو ته تینګار کړی وو که چیرې د ایران اټومي دوسیه د ملګروملتونو امنیت شورا ته یوسي ایران به له این پي ټي تړون څخه ووځي .