ایران تل د افغانستان د خلکو او دملت ملاتړ کړی
زمونږ خبریال وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي وویل ایران تل د افغانستان د خلکو او په دغه هیواد کښې د سولې او د ثبات د رامینځته کیدا ملاتړ کړی دی .
علي اکبر ولایتي پرون په تهران کښې د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره په کتنې کښې وویل د تیریګرو هیوادونو په تیره بیا د امریکا له لاسوهنو پرته به په افغانستان کښې د سولې او د ثبات بهیر چټک شي .
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي وویل که چیرې امریکا له افغانستان څخه ووځي د دغه هیواد د سیاسي بلوغت او کلتور لرونکي خلک به د امریکا له لاسوهنې پرته وتوانیږي خپل برخلیک په خپله وټاکي .
هغه دغه راز د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره د دغه هیواد د ټولو ډلو ، حکومت او د ملت په اتحاد ټینګار وکړ او هیله یې وکړه د افغانستان نوی حکومت زر خپل فعالیتونه پیل کړي .
د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو هم د افغانستان د مشکلاتو د حل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د مثبت رول په قدرونې سره وویل په سیمه کښې د ایران اغیز شیندونکي رول ته په پام سره د افغانستان د سولې د خبرو په بهیر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت زیات ګډون او له ملګروملتونو سره د تهران ملګرتیا ضروري ده .