د سباؤن لسیزه دې پر ټولو مبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او آ زادي غواړو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
زمونږخبریال راپور راکړ نن د سلواغې دمیاشتې دولسمه نیټه د ایران داسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې لومړنۍ ورځ ده .

یوڅلویښت کاله مخکې د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې دمیاشتې په دولسمه نیټه د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني له څوارلس کلنې جلاوطنۍ او له خپل ټاټوبي له لیرې کیدا وروسته د ایران د میړني اوشجاع ولس په ولولناک او پرتمین هرکلي سره د ایران په خاوره ګام کیښود.
له دغې ورځې په لسو ورځو تیریدا پسې د سلواغې په دوویشتمه نیټه د ایران اسلامی پرتمین انقلاب هم بریالی شو او له ایرانه د استعمار او ستکبار لاسونه لنډ شول .
په همدې دلیل د سلواغې له دولسمې د سلواغې تر دوه ویشتمې نیټې پورې په درست ایران کې د سباؤن لسیزه یا دهه فجر په پرتم سره لمانځل کیږي .دسباؤن لسیزې په لومړۍ ورځ او دایران په ټاټوبي د امام خمیني د ګام کیښودو په وخت په درست ایران کې د ښونځیو ټلۍ ،د کلیساګانو سایرن ، د کشتیو او ریل ګاډو هارنونه کړنګیږي او په درست ایران کې د ا... اکبر چغې پورته کیږي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او آ زادي غواړو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .



