د امریکا د زیاتره دباؤ سیاست بندون ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87651-د_امریکا_د_زیاتره_دباؤ_سیاست_بندون_ته_رسیدلی_دی
عراقچي روښانه کړې ده ، د ایټمی ژمنتیاؤ په کمولو کې د ایران وروستیو اقداماتو ښودلې ده ، اسلامی ایران د سوله ایزې ایټمي ټيکنالوجۍ په حوزې کې ډيرې زیاتې توانمنۍ لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2020 01:46 Asia/Kabul
  • د امریکا د زیاتره دباؤ سیاست بندون ته رسیدلی دی

عراقچي روښانه کړې ده ، د ایټمی ژمنتیاؤ په کمولو کې د ایران وروستیو اقداماتو ښودلې ده ، اسلامی ایران د سوله ایزې ایټمي ټيکنالوجۍ په حوزې کې ډيرې زیاتې توانمنۍ لري .

 زمونږخبریال راپور راکړ د ایران مرستیال خارجه وزیر  سید عباس عراقچي د امریکا له خوا د اسلامی ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې  پر مشربندیز ته په اشارې سره ټینګار کړی،دغه اقدام د زیاتره دباؤ  دسیاست  بندون ته په رسیدا د  امریکا د لالهاندۍ او سربدالۍ نښه ده .

 د امریکاخزانې وزارت د ایران په ضد دخپلو غلیمانه اوغیرقانوني سیاستونو په دوام کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې  مشرعلی اکبرصالحي هم د خپلو بندیزونو لیسټ ته ورزیات کړی دی . 

عباس عراقچي  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،علی اکبرصالحي د ایران د ایټمي پوهې د لومړنۍ کرښې متفکر او غوره سیاسی شخصیّت دی او د اسلامی ایران ایټمي پوه نن سبا د هغه په مدیریّت سره تر ټولو لوړ علمي او عملي مرحلو څخه تیریږي .

 عراقچي روښانه کړې ده ،د ایټمی ژمنتیاؤ په کمولو کې د ایران وروستیو اقداماتو ښودلې ده ،اسلامی ایران د  سوله ایزې ایټمي  ټيکنالوجۍ په حوزې کې ډيرې زیاتې  توانمنۍ لري .