د ایران مځکنی پوځ د نړۍ پنځم قدرت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87675-د_ایران_مځکنی_پوځ_د_نړۍ_پنځم_قدرت_دی
د ایران د ځمکني پوځ قومندان د خپل هیواد دفاعي توان ته په اشارې سره وویل: د ایران د پوځ ځمکنی ځواک د نړۍ پنځم ستر قدرت دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Feb 01, 2020 13:30 Asia/Kabul
  • د ایران مځکنی پوځ د نړۍ پنځم قدرت دی

د ایران د ځمکني پوځ قومندان د خپل هیواد دفاعي توان ته په اشارې سره وویل: د ایران د پوځ ځمکنی ځواک د نړۍ پنځم ستر قدرت دی.

د ایرنا د خبر له مخې جنرال کیومرث حیدري په دې خبرې سره چې مځکني ځواکونه د هر جنګ ختمونکي دي، زیاته کړه: د ایران د پوځ د مځکني ځواک د توپخانې قدرت د اسلامي ایران د وسله والو ځواکونو د قوت یو ټکی دی.

جنرال حیدري هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اسلام یو انسان جوړونکی مکتب دی، څرګنده کړه: په اسلام کښې د تحصیل او زده کړې هدف لوړتیا او له جهالت خلاصون دی او د اسلام په مکتب کښې یو روزل شوی کس د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک شهید قومندان ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني دی.

هغه هم داشان په دې خبرې سره چې د ایران ولس به هیڅکله د استکبار جبهې زیاته غوښتنې ته تسلیم نه شي، د اسلامي جمهوریت دښمنانو ته خبرداری ورکړ چې که څوک د ایران د امنیت په حریم تیری وکړي نو د ایران د وسله والو ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره به مخامخ شي.