له اسرائیل د امریکې پره ایزې طرحې په ماتې محکومې دي
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: د اسرائیلو له رژیمه د امریکې د پلویتوب ټولې طرحې په ماتې محکومې دي
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال په دې خبرې سره چې د پیړۍ د معاملې امریکايي طرحې د فلسطین د خلکو په انساني حقوقو سترګې پټې کړې دي، ټینګار وکړ: د اسرائیلو له رژیمه د امریکې د پلویتوب ټولې طرحې په ماتې محکومې دي.
حسین امیر عبداللهیان پرون په تهران کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د استازي خالد قدومي په کتنه کښې څرګنده کړه: د صهیونیسټي رژيم د ژغورنې لپاره د امریکې د حکومت سپیره هڅه د پيړۍ د معاملې په شان پلانونو سره د مقابلې او مقاومت د دوام د ضرورت بیانونکې ده.
امیر عبداللهیان هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د مقاومت د چورلیز تل پاتې قهرمان دی، څرګنده کړه: د مقاومت د لارې په دوام کښې د شهید سلیماني اهداف به د نړیوال استکبار تر بشپړې ماتې پورې دوام ولري.
تهران کښې د حماس استازي هم په دغه کتنه کښې په دې خبرې سره چې د پيړۍ معامله یوازې د جعلي صهیونیسټي رژيم له فاسد وزیراعظمه د سپينې ماڼۍ د ملاتړ په لړ کښې پلان شوې ده، څرګنده کړه: دا طرحه د قدس شریف په پلازمینه توب د یو خپلواک هیواد او د انساني حقوقو په بنیاد د یو شرافتمندانه ژوند د لرلو په حق کښې د فلسطین د خلکو له آرمان سره په تضاد کښې ده.