د پیړۍ معامله بې له ماتې هیڅ پاې نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87681-د_پیړۍ_معامله_بې_له_ماتې_هیڅ_پاې_نه_لري
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د پيړۍ د معاملې له امریکايي او صهیونیسټي طرحې د مخ کتنې په غندلو سره ټینګار وکړ چې دغه طرحه به له ماتې او د تاریخ کندې ته له پریوتو پرته هیڅ پاې ونه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2020 02:52 Asia/Kabul
  • د پیړۍ معامله بې له ماتې هیڅ پاې نه لري

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د پيړۍ د معاملې له امریکايي او صهیونیسټي طرحې د مخ کتنې په غندلو سره ټینګار وکړ چې دغه طرحه به له ماتې او د تاریخ کندې ته له پریوتو پرته هیڅ پاې ونه لري.

د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک پرون په یوه بیانیه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د پيړۍ د معاملې شرمناکې طرحې د مسلمانانو په ضدیت کښې د سپينې ماڼۍ پټ حقیقت لازیات په ډاګه کړي، زیاته کړه: دې طرحې هم داشان د صهیونیسټي رژيم د شیطاني غوښتنو په پوره کولو کښې د امریکې د ترهګر او انساني ضده حکومت د واکمنانو پيئلتیا د نړیوال قضاوت ته وړاندې کړه.

سپاه پاسداران په دغې بیانیې کښې د تکفیري ترهګرۍ تولید او له داعش، جبهة النصره او په اسلامي ټاټوبو کښې له نورو ترهګرو ډلو د امریکې هراړخیز ملاتړونه د پيړۍ د معاملې د مخ کتنې او د اسلامي هیوادونو ترمینځ د اختلاف د لارې د هوارولو لپاره یوه سریزه وبلله.

سپاه پاسداران فلسطین د اسلامي امت د وجود ټوټه او بیت المقدس یې سره کرښه وبلله او د پيړۍ د معاملې له طرحې د خپلې کرکې په اعلانولو او په وړاندې یې له هر ډول چپتیا او نرمښته په ډډه کولو کښې د مسلمانانو د وحدت او یوموټي توب په ضرورت ټینګار وکړ.