د برجامي ژمنو کمول د دغې موافقې په چوکاټ کښې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87725-د_برجامي_ژمنو_کمول_د_دغې_موافقې_په_چوکاټ_کښې_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې د ژمنو د کمولو په لړ کښې د تهران اقدام د دغې موافقې په چوکاټ کښې او د هغې د ساتنې لپاره دی، ټینګار وکړ: ایران د مسائلو د هواري لپاره لاهم له اروپايي اتحادیې سره ملګرتیا او تعامل ته تیار دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2020 02:41 Asia/Kabul
  • د برجامي ژمنو کمول د دغې موافقې په چوکاټ کښې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې د ژمنو د کمولو په لړ کښې د تهران اقدام د دغې موافقې په چوکاټ کښې او د هغې د ساتنې لپاره دی، ټینګار وکړ: ایران د مسائلو د هواري لپاره لاهم له اروپايي اتحادیې سره ملګرتیا او تعامل ته تیار دی.

ولسمشر حسن روحاني پرون په تهران کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزف بورل Josep Borrell په کتنه کښې د ډیرو سیمه ایزو او نړیوالو ستونزو او مسایلو د حل لپراه د دواړو هیوادونو ګډه ملګرتیا لار خلاصونکې وبلله او ویې ویل: ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په څارنو باندې لاهم پابند دی او دا بهیر به هم دغه شان دوام ولري مګر دا چې نوي حالات رامینځته شي.

هغه هم داشان د لویدیځې آسیا د هیوادونو په وړاندې د امریکې د سیاست په غندلو سره څرګنده کړه: واشنګټن تراوسه د ایران، عراق، لبنان، یمن، شام او افغانستان په شمول د سیمې د هیوادونو په هکله ډیرې سټراټیجکې تیروتنې کړې دي.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان زیاته کړه: د پیړۍ د معاملې تر عنوان لاندې د  صهیونیسټي رژیم په ملګرتیا سره د امریکایانو وروستی اقدام هم د هم دغو تیروتنو په دوام کښې و او په ماتې محکوم دی.

ولسمشر روحاني بیا په دې خبرې سره چې د سیمې په هیوادونو کښې د ترهګرۍ جرړه په بشپړه توګه نه ده وتلې، ټینګار وکړ: امریکې په سیمه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د مشر په توګه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس خواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرورولو سره د ترهګرو له پیاوړتیا سره مرسته وکړه.

په دغې کتنې کښې د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسئول هم وویل چې د سیمه ایزو مسائلو په هواري او په سیمه کښې د صلحې، ثبات او امنیت په پراختیا کښې له ایران سره ملګرتیا د اروپايي اتحادیې لپاره تل د اهمیت وړ پاتې شوې ده.

جوزف بورل په ایټمي موافقه کښې پر خپلو ژمنو د اروپایانو له عمل نه کولو د خواشینۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د برجام د ساتنې په لړ کښې د یو پياوړي تعامل د رامینځته کولو لپاره به خپل ټول توان وکاروي.