ایران د فلسطین د خلکو له حقوقو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87745-ایران_د_فلسطین_د_خلکو_له_حقوقو_ملاتړ_کوی
ښاغلی ظریف په دغه ټیلی فونی تماس کې د پیړۍ معاملې امریکایی طرحه وغندله او ویې ویل ایران هڅه کوی په راتلونکی کی په خپلو سیاستونو سره د فلسطینی اولس پرضد د دغو ډول طرحو د تحقق خنډ شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2020 04:01 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطین د خلکو له حقوقو ملاتړ کوی

ښاغلی ظریف په دغه ټیلی فونی تماس کې د پیړۍ معاملې امریکایی طرحه وغندله او ویې ویل ایران هڅه کوی په راتلونکی کی په خپلو سیاستونو سره د فلسطینی اولس پرضد د دغو ډول طرحو د تحقق خنډ شی .

د العالم چینل له راپور سره سم د  اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټیلی فونی تماس کې د قدس په پلازمینې د فلسطین د حکومت په جوړیدا او د خپل برخلیک په ټاکلو کی د فلسطینی ولس له حقوقو د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ .

ښاغلی ظریف په دغه ټیلی فونی تماس کې د پیړۍ معاملې امریکایی طرحه وغندله او ویې ویل ایران هڅه کوی په راتلونکی کی په خپلو سیاستونو سره د فلسطینی اولس پرضد د دغو ډول طرحو د تحقق خنډ شی .

محمود عباس هم په دغه ټیلی فونی تماس کې د ایران خارجه وزیر د پیړۍ معاملې د طرحې په وړاندې د فلسطینی لوری له دریځ او د نوموړی طرحې د ناکامولو په هدف یوې نړیوالې اجماع ته د رسیدا لپاره له راتلونکیو سیاسی خوځښتونو خبر کړ .