د امریکا له ظالمانه بندیزونو سره سره ایران لاقدرتمند شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87856-د_امریکا_له_ظالمانه_بندیزونو_سره_سره_ایران_لاقدرتمند_شوی_دی
په روسیې کې د اسلامی ایران سفیر : له تیلو پرته اقتصاد : په نا مې سره پروګرام د تهران تر ټولو مهم اقتصادي لومړیتوب وبالۀ او یادونه ئې وکړه ، امریکا او لویدیځ، دعراق بعثي رژيم ته تر ټولو پرمختللي وسلې ورکولې ، په داسې حال کې چې اسلامی ایران په هغه وخت کې حتی د هیواد د دفاع لپاره ازغن باړ هم نه درلود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2020 12:00 Asia/Kabul
  • د امریکا له ظالمانه بندیزونو سره سره ایران  لاقدرتمند شوی دی

په روسیې کې د اسلامی ایران سفیر : له تیلو پرته اقتصاد : په نا مې سره پروګرام د تهران تر ټولو مهم اقتصادي لومړیتوب وبالۀ او یادونه ئې وکړه ، امریکا او لویدیځ، دعراق بعثي رژيم ته تر ټولو پرمختللي وسلې ورکولې ، په داسې حال کې چې اسلامی ایران په هغه وخت کې حتی د هیواد د دفاع لپاره ازغن باړ هم نه درلود.

په روسیې کې  د ایران سفیر  کاظم جلالي  نن  دروسیې له خبري رسندویو سره په  خبرو کې د سپينې مانۍ د چارواکو دروغجن بللو سره وئيلي دي ، امریکا  د نړیوالو قوانینو او معیارونو  په خلاف  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې  او د ایران د ملت په ضد ئې خپل ظالمانه بندیزونه بیرته لګولي دي .

 کاظم جلالي  د ایران د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو، دعلم د تولید  او ددفاعي صنائعو  د پرمختګ په حوزو کې د اسلامی ایران  بریاؤ ته په اشارې سره وئيلي دي ،د  امریکا له سختو او غیر قانوني بندیزونو سره سره  ایرن نه یوازې کمزوری شوی نه دی ، بلکې  د تیر وخت په نسبت لازیات قدرتمند شوی هم دی .

 هغه  د  امریکا د یو اړخیزو ا و ظالمانه بنیدزونو سره سره  د ډيرو درملو په تولید کې په ځان دبسیاینې او په نینو ټيکنالوجۍ کې  د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره  زیاته کړې،اسلامی  ایران  به د خپلو تیلي صادراتو کمښت به په فرصت بدل کړي .  

  په روسیې کې  د اسلامی ایران سفیر : له تیلو پرته اقتصاد : په نا مې سره  پروګرام د تهران تر ټولو مهم اقتصادي لومړیتوب وبالۀ او  یادونه ئې وکړه ، امریکا او لویدیځ،  دعراق بعثي رژيم ته تر ټولو  پرمختللي وسلې ورکولې ، په داسې حال کې  چې  اسلامی ایران  په هغه وخت کې حتی د  هیواد د دفاع لپاره ازغن باړ  هم  نه درلود. خو پخپل ایمان او خداي ئې توکل درلود او  په سپيڅلی  دفاع  کې ئې  د تیریګرو پوزه پر مځکې وموښله .  کاظم جلالي  وئیلي ، دغه درستې دسیسې د مقاومت  او د ایران د ښځو ماشومانو اوبوډاګانو پشمول د درست ولس د کلکې دریدا او استقامت  په وړاندې  له ماتې سره مخامخ شوي دي .