د امریکا له ظالمانه بندیزونو سره سره ایران لاقدرتمند شوی دی
په روسیې کې د اسلامی ایران سفیر : له تیلو پرته اقتصاد : په نا مې سره پروګرام د تهران تر ټولو مهم اقتصادي لومړیتوب وبالۀ او یادونه ئې وکړه ، امریکا او لویدیځ، دعراق بعثي رژيم ته تر ټولو پرمختللي وسلې ورکولې ، په داسې حال کې چې اسلامی ایران په هغه وخت کې حتی د هیواد د دفاع لپاره ازغن باړ هم نه درلود.
په روسیې کې د ایران سفیر کاظم جلالي نن دروسیې له خبري رسندویو سره په خبرو کې د سپينې مانۍ د چارواکو دروغجن بللو سره وئيلي دي ، امریکا د نړیوالو قوانینو او معیارونو په خلاف له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او د ایران د ملت په ضد ئې خپل ظالمانه بندیزونه بیرته لګولي دي .
کاظم جلالي د ایران د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو، دعلم د تولید او ددفاعي صنائعو د پرمختګ په حوزو کې د اسلامی ایران بریاؤ ته په اشارې سره وئيلي دي ،د امریکا له سختو او غیر قانوني بندیزونو سره سره ایرن نه یوازې کمزوری شوی نه دی ، بلکې د تیر وخت په نسبت لازیات قدرتمند شوی هم دی .
هغه د امریکا د یو اړخیزو ا و ظالمانه بنیدزونو سره سره د ډيرو درملو په تولید کې په ځان دبسیاینې او په نینو ټيکنالوجۍ کې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړې،اسلامی ایران به د خپلو تیلي صادراتو کمښت به په فرصت بدل کړي .
په روسیې کې د اسلامی ایران سفیر : له تیلو پرته اقتصاد : په نا مې سره پروګرام د تهران تر ټولو مهم اقتصادي لومړیتوب وبالۀ او یادونه ئې وکړه ، امریکا او لویدیځ، دعراق بعثي رژيم ته تر ټولو پرمختللي وسلې ورکولې ، په داسې حال کې چې اسلامی ایران په هغه وخت کې حتی د هیواد د دفاع لپاره ازغن باړ هم نه درلود. خو پخپل ایمان او خداي ئې توکل درلود او په سپيڅلی دفاع کې ئې د تیریګرو پوزه پر مځکې وموښله . کاظم جلالي وئیلي ، دغه درستې دسیسې د مقاومت او د ایران د ښځو ماشومانو اوبوډاګانو پشمول د درست ولس د کلکې دریدا او استقامت په وړاندې له ماتې سره مخامخ شوي دي .