ایران به دخپل ملت دامنیت په خوندي ساتلوکې هیڅ لټي ونه کړي
د ایټمي امنیت دوه کلن دریم سیمنار نند آسټریا په ویانا کې د نړۍ د هیوادونو د خارجه وزیرانو ،سیاستوالانو ، د ایټمي انرژۍ د ادارو د مشرانو ،د ایټمی امنیت د ادارو د لوړپوړو چارواکو او کارپيژاندو په شتون سره پیل شوی او تر پنځو ورځو پورې به دوام ولري
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي په ویانا کې د ایټمي امنیت دوه کلنۍ غونډې په دریم سیمنار کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، اسلام ایران به هیڅکله هم د خپل امنیت په خوندي ساتلو کې شک او لټي ونه کړي .
صالحي نن په دغې غونډې کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ساتل د ایټمي ا منیت تامینونکي وبلل او ددغې نړیوالې موافقې په ساتلو او د امریکا له سرزوري او یو اړخیز سیاست څخه په ژغورنې کې د یوه اصلی لوري په توګه د اروپا مسئولیّت یادونه کړې ده .
علی اکبر صالحي د امریکا حکومت په امریکا او د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کې د واکمن رژيم د غیر مسئولانه او ناسم چلند او دمعرفي دموجوده شرائطو اصلی ګرم بللی دی .
د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر په نړیوال ډګر کې د واشنګټن چلند ترهه ګر بلی ا و د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان او د مقاومت د جبهې د مهم کمانډر د ترور په یادونې سره ئې له هرډول تیریو سره په چلند کې د ایران په جدي کیدا او متقابل ځواب ټينګار وکړ .
هغه همداراز د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانسه هم وغوښتل د ایټمي ا منیت په حوزې کې دې دنړیوالو ملګرتیاؤ د تضمین لپاره ، لازم اقدامات وکړي او د ایټمي امنیت په پلمه دې دغو ملګرتیاؤ ته د تاوان رسیدا مخه ونیسی .
د ایټمي امنیت دوه کلن دریم سیمنار نند آسټریا په ویانا کې د نړۍ د هیوادونو د خارجه وزیرانو ،سیاستوالانو ، د ایټمي انرژۍ د ادارو د مشرانو ،د ایټمی امنیت د ادارو د لوړپوړو چارواکو او کارپيژاندو په شتون سره پیل شوی او تر پنځو ورځو پورې به دوام ولري