د امریکا ظالمانه بندیزونه د ایران د ولس په ضدترهه ګراقدام دی
ډاکټر روحاني ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران خپل پوځي توان ، هیڅکله د تیریو لپاره نه دی کارولی ، ټينګار کړی ، د جنګ اوتیریو پاي ، له تر هه ګرۍ څخه د ملاتړ او د بندیزونو پاي او د یوه بل ترڅنګ ژوند کول ، د ایران دا سلامی ا نقلاب پیغامونه دي .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني پرون مازدیګر په تهران کې له دیره بهرنیو سفیرانو ،د نمایندګیو او موسسو او ادارو له مشرانو سره په کتنې کې د تهران په ضد د واشنګټن بندیزونه ،د ایران د ملت په ضد غیر انساني جنایتکار او ترهه ګر اقدام وبالۀ.
ډاکټرحسن روحاني په دغې کتنې کې چې په تهران کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د یوڅلویښتمې کلیزې په مناسبت ترسره شوي ، وئيلي دي ، هغه کسان چې د ایران له تاریخ ،تمدن اوکلتور سره بلد دي ، پوهیږي ، چې د ایران ولس د بدماشیو ،سرزوریو ، ناحقه ، غلطو او خبرو او ناروا دباؤنو په وړاندې هیڅکله هم نه تسلیمیږي .
د اسلامی ایران ولسمشر په تیرو دوو کلونو کې د ایران په ضد دامریکا بندیزونو اودباؤنو زیاتیدا ته په اشارې سره په تهران کې دیره سفیرانو او د نورو نمایندګیو مشرانو ته په خطاب کې یادونه وکړه ، په تیرو اتو میاشتو کې په ایران کې د انفلیّشن او پانګوننې بشمول درست اقتصادي کریډيټونه او کارکسب او اقتصادي ودې احصائې ، د ایران د ملت په ضد دامریکا د دسیسو د ناکامۍ ښودنه کوي .
هغه همداراز په دې خبرې په ټينګار سره چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني په سیمې کې په ثبات او آ رامښت پسې ؤ و ووئيل ، هغه څه چې سپينه ماڼۍ ئې په سیمې کې ترسره کوي ،د سیمې د ملتونو د ګټو ،د سیمې دثبات او همداراز د واشنګټن او د امریکا د ولس په ضد دي .
ډاکټر روحاني ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران خپل پوځي توان ، هیڅکله د تیریو لپاره نه دی کارولی ، ټينګار کړی ، د جنګ اوتیریو پاي ، له تر هه ګرۍ څخه د ملاتړ او د بندیزونو پاي او د یوه بل ترڅنګ ژوند کول ، د ایران دا سلامی ا نقلاب پیغامونه دي .
په تهران کې دیره د نورو هیوادونو سفیرانو ، او د نمایندګیو او ادارو مشرانو په دغو دستورو کې داسلامی ایران ولسمشر ته د اسلامی انقلاب دبریالیتوب د۴۱کلیزې په مناسبت مبارکي ووئيله .